په افغانستان کې په تېرو نږدې پنځو لسیزو کې د پردیو لاس وهنو، تحمیلي جګړو، نظامي او فرهنګي یرغلونو یوه موخه په دغه هېواد کې د تجزیې، تفرقې او اصلیتونو بدلون و. استعمار او د افغانستان د بقا، ملي یووالي او پرمختګ دښمنو عناصرو دې چارې ته په پراخه کچه لمن ووهله، خپلې نیابتي ډلې او عناصر یې وروزل او په شعوري او غیر شعوري ډول یې دې ناوړه پدیدې ته کار وکړ.

دا لړۍ ډېره پخوا پیل شوې وه، خو په تېرو دوه لسیزو کې ورته تر بل هر وخت ډېر کار وشو. د رسنیو، فرهنګي، سیاسي او ټولنیزو بنسټونو په نوم ډېر ادرسونه وو چې دا پروژه یې مخې ته وړل، د دې بنسټونو په رأس کې یوه ډله متعصب او مریض کسان وو، چې د دې وطن هېڅ ډول ارزښتونو ته ژمن نه وو او نه دي. دوی د دې کار لپاره پراخ مالي او سیاسي ملاتړ درلود، نو ځکه یې دا مبارزه ښه په درز کې پر مخ بیوله.

دوی د خلکو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کوله، د افغانستان له تاریخ، نوم، جغرافیې او حدودو، ملي او اسلامي اشخاصو، ارزښتونو او اصلیتونو د بدلون او مسخې هڅه یې پیل کړه. له بده مرغه له دې کسانو سره ځینې نور هم د بېلابېلو دلایلو له مخې په شعوري او غیر شعوري ډول یوځای شول او په جمهوري رژیم کې یې پراخ ملاتړ وشو. دوی د قومونو ترمنځ تفرقو، بدبینیو، کرکو او د یو بل پر وړاندې درېدو ته کار وکړ، تر دې چې دا لړۍ یې د جمهوریت تر وزارتونو، دولتي ادارو او عام ولسه هم را ورسوله.

د پرځېدلي جمهوریت په ادارو کې خلک په همدې او تر دې ناوړه روحیو ګومارل کېدل، پارلمان یې له همدا ډول اشخاصو او مسایلو ډک و او دا ناروغي ورځ تر بلې په ډېرېدو وه، چې که جمهوریت پرځېدلی نه وای، ښايي عام ولس ته به یې هم په پراخه کچه سرایت کړی وای. د جمهوریت په پرځېدو سره د دې ناوړه او خطرناکې پروژې مخه هم ونیول شوه او د افغانستان د تجزیې او وېشلو دا هڅه له ناکامۍ سره مخ شوه. اوس له هغې لړۍ ځینې تښتېدلې حلقې او کړۍ هڅه کوي چې بیا هغه بحثونه راپورته کړي او په ولس کې د بې اعتمادۍ، تفرقې او بدبینۍ تخم وشیندي.

دوی اوس په ټولنیزو رسنیو کې کله د افغان کلمې، د افغانستان د نوم، د قومونو د نوم، کله د مذهبونو او کله نا کله خو آن د اسلامي او ملي ارزښتونو د مسخې او بدلون هڅه کوي. د افغانستان خلک لومړی مسلمانان او بیا افغانان دي چې په بېلابېلو قومونو وېشل شوي او هر قوم یې با عزته دی. په اسلام کې تعصب او متصعب ځای نه لري او هر څوک چې دا کار یا یې ملاتړ کوي، زموږ د ګران پیغمبر د صریح حدیث پر بنسټ هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ډلې نه دی.

نو هغه کسان چې د افغانستان د اسلامي ارزښتونو، د افغانستان د اصلیتونو، اصلي، ملي او تاریخي نومونو او اشخاصو سپکاوی کوي، د مسلمانانو او افغانانو صریح دښمنان دي او د دغه دښمن پر وړاندې درېدل د هر چا وجیبه ګرځي. د اسلام په مبارک دین کې هېڅوک، پر هېچا، هېڅ ډول برتري نه لري، په اسلام کې برتري په تقوا کې ده او هېڅ متقي مسلمان تعصب نه کوي. هر څوک چې د افغانستان د اصلیت او تاریخ د بدلون هڅه کوي، هغه د ټولو افغانانو دښمن دی. هغوی یوازې د افغانستان بدبختي، تجزیه او تباهي غواړي، نو ځکه یې باید په جدي ډول مخه ونیول شي او یا ورته هېڅ ارزښت ور نه کړل شي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version