په مالیزیا د افغانستان سفارت وايي، په دغه هېواد کې د افغانستان سفیر نقیب الله احمدي په پلازمېنه کولالمپور کې د نړۍ د دیني مشرانو نړیوال کنفرانس کې گډون کړی.
په مالیزیا کې د افغانستان سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه کنفرانس کې د نړۍ د څلور پنځوس هېوادونو دیني مشرانو، د مالیزیا لومړي وزیر، وزیرانو، د رابطة العالم السلامي مشر، د بهرنیو هېوادونو سفیرانو، علماوو او گڼ شمېر مېلمنو گډون کړی وو، چې د افغانستان سفیر ته هم د گډون بلنه ورکړل شوې وه.
په دې وروستیو کې د افغانستان گڼو استازو ته په نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې د ګډون بلنه ورکول کېږي.
روانه اوونۍ د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اسلامي همکاریو سازمان غونډه چې په گامبیا کې جوړه شوې وه، گډون کړی و.
روانه اوونۍ د روسیې استازي په تاتارستان کې د جوړېدونکې غونډه کې دریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم ته هم د گډون بلنه ورکړې ده.
د چارو کارپوهان وايي، په نړیوالو غونډو کې د افغانستان استازیتوب مهم دی او افغان مسوولین باید خپل غږ تر نړیوالو خپله ورسوي.