څه موده وړاندې د افغانستان په بامیان ولایت کې د بهرنیو سیلانیانو د تګ راتګ د مخنیوي په موخه بهرني سیلانیانو باندې برید وشو، خو د دوی برید نه یواځې دا چې افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو تګ راتګ کم نه کړ؛ بلکې د ای بی سی نیټ د راپور له مخې د بهرنیو سیلانیانو او مسافرانو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د اسلامي امارت د توریسم ادارې د راپور له مخې، په دغه هېواد کې د بهرنیو سیلانیانو شمېر مخ په زیاتېدو دی او د تېر کال په پرتله ۱۲۰ سلنه ډېروالی لري، او هر کال له ۵ زرو څخه د زیاتو مسافرو په هرکلي ویاړي.

په هېواد کې د توریستانو تګ راتګ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې زیاتوي او د افغان حکومت په ګټه دي.

دې ته په پام سره چې په بامیانو کې وژل شوي سیاح د استرالیا هیواد وګړي وو، د دغه هیواد خلک د دغه هیواد له خبرداریو سره سره بیا هم افغانستان ته له سفر څخه ډډه نه کوي.

یو له دغو اتباعو څخه آران او ایموګن دي چې په خپل موټرسایکل سره یې د افغانستان یو شمېر ښایسته ځایونو ته سفر کړی او خپلې تجربې یې له ای بی سی نټ خبري اژانس سره شریکې کړې دي: “موږ له هغو کسانو سره خبرې وکړې چې افغانستان ته تللي دي او پرېکړه مو وکړه چې دغه هېواد ته ولاړ شو او د افغانستان له تاریخي ځایونو څخه لیدنه وکړو؛ له جګړې او آمریکایي توب وروسته افغانستان ته لاړ شو؛ په ابتداء کې موږ لږ اندېښمن وو چې په دې هېواد کې سیاسي نمایندګي نه لرو، خو موږ پرېکړه وکړه چې لس ورځنی سفر مو له کومې ستونزې پرته ترسره کړ او له ټولو تاریخي سیمو مو لیدنه وکړه او د افغانانو له مېلمه پالنې مو هم خوند واخیست.»

جیمز ویلکا کس د Untamed Borders سیاحتي شرکت مدیر دی، چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې په انګلستان کې فعالیت کوي او افغانستان د دې شرکت د ځانګړو مقاصدو څخه دی، د هغه په باور، د هېواد د نظام د تغییر او د کرونا ویروس د خپرېدو له امله افغانستان ته مو ډېر کم تورونه درلودل، خو په ۲۰۲۳ کال کې یو له بوختو تورونو څخه د افغانستان تور و.

۱ څرگندون

ځواب پریږدئ

Exit mobile version