کله چې په افغانستان کې جمهوري نظام وپرځول شو او د غرب له خوا جوړ شوي ټول اډیالونه ونړېدل، د جمهوریت حاملینو په داسې حال کې له هېواده پښې سپکې کړې، چې لاسونه یې د ملت په وینو سره او جیبونه یې د ملت له شتمنیو ډک وو، طالبان واک ته ورسېدل، د هېواد په بشپړه جغرافیه یې تسلط ترلاسه کړ او د جمهوري نظام ځای ناستی، اسلامي نظام یې اعلان کړ.
د جمهوري نظام خورا زیات برخه وال په هېواد کې دننه پاتې شول، د لویو اجنټانو، قاتلینو او غاصبینو هم زیاته برخه له هېواده بهر ته هر یوه د خپل بادار تر کوره ځان ورساوه، امریکایانو خپل اجنټان له ځان سره بوتلل، د اېران اجنټان اېران ته ولاړل، د پاکستان اجنټان پاکستان ته، د فرانسې جاسوسان فرانسې ته، د تاجکستان اجنټان تاجکستان ته، لنډه دا چې داسې هېواد نه و، چې په تېر جمهوري نظام کې یې اجنټ نه درلود، یاد مفسدین او غلامان له هېواده په تېښته بریالي شول.
د ا.ا د مسرتابه لخوا عمومي عفوه اعلان شوه، د تېر نظام هغه برخوال چې یوازې کار کول او حق الزحمه یې د ژوند مقصد وه، ټولو ته په نوي نظام کې برخه ورکړل شوه، ارام او اطمناني ژوند یې پیل کړ.
او د تېر نظام جوړښت داسې وو، چې واک د قومونو، سمتونو او ژبو ترمنځ وېشل شوی وو، بیا په دغه تقسیم بندۍ کې نور جوړښتونه هم وو، حتی هر ولایت به ځانته پاچاه درلود، داسې هم پېښده چې د ولسوالیو او درو تر منځ به واک تقسیمېده، د هېواد لوی، لوی ګمرکونه د کوچنیو قومندانانو تر واک او تسلط لاندې وو.
په دغه ډلبندیو کې هر غاصب او ملي خاین خپل ټېم درلود، چې ګمرکونه او نورې ملي شتمنۍ به د یاد ټېم د غړو ترمنځ تقسیمېدل، شخصي زندانونه یې درلودل، هوایي محکمې یې درلودې، هر ټېم خپل فرعونیت تر بل هر ټېم زیات پر ثبوت رساوه، د هر چا د خپل قدرت ځانګړې جزیره وه، چې د محکوم ملت وګړي پکې بې جرمه مجرمان بلل کېدل.
تښتېدلي سیاسیون، قاتلین، غله او غاصبین چې هر یو د قدرت له جزیرې، د واک له انحصار او د خلکو پر وړاندې د بادارۍ له څوکیو څخه بې برخې شول، بیا په غرب کې په دې فکر کې شول، چې هلته په بهر کې هم د خپل قدرت او بادارۍ روحیه ژوندۍ وساتي او خپل جوړ کړي ټېمونه یې له لاسه ونه وځي.
هر اجنټ د خپل بادار په خوښه او د هغه په لمن کې یوه جبهه پرانیسته، خپل ټېم ته یې دندې او واکونه ور ووېشل، څوک د جبهې مشر شو، څوک معاون، خیالي بستونه یې سره ډک کړل، ځینې د جبهې لپاره در په در ګرځي درویزه کوي، چې د دروېزې په پار یې د یهودو دراوزه هم وټکوله، پدې سره د کاربار نویې طریقه په لاس ورغله، د قدرت تنده يې هم پرې ماتېږي، د هر چا چې دغه کاربار خوښ شي په اجتماعي رسنیو کې خپله حضور اعلان کړي.
ځینې جبهې داسې هم شته، چې تر اوسه پورې يې خپل اهداف نه دي څرګند کړي، د ځينو اهداف تېر سولېدلي شعارونه دي، د اکثره جبهو هدف د یو ځانګړي قوم له حقوقو څخه دفاع کول دي، په یاد هدف پسې یې نور اهداف هم پشوند او پسوند کړي دي، څوک د ښځو د حقوق مدافعین ځانونه بولي، څوک ځانونه د همجنسبازانو د حقوقو مدافع بولي، څوک د هېواد تجزیه خپل هدف بولي.
خو هر څه چې وي د ټولو هدف تفرقه اچول، د قومونو ترمنځ شخړې اېجادول، د ژبو ترمنځ تعصب کرل، په سیمه کې شر او فساد خپرول، لنډه دا چې په هر ډول وي په هېواد کې شته امن ته په یو نه یو ډول ګواښ پېښ کړي.
دغه کاذب شخصیتونه او منحوسې څهرې کله د قومیت ترشاه پټ شي، کله د فارسي تر شاه غلي کښېني، کله یې د تاجکو غم واخلي، کله یې د ازبکو غم واخلي، کله بیا د هزاروو غم ورسره شي، په هره څهره او هره جامه کې یې په ولس ځان پېژندلی دی، اوس داسې نوی پوست نه دی ورپاتې، چې دوی یې واغوندي او یو ځل بیا ولس پرې وغولوي.دوی د ولس پر باور سختې ملنډې ووهلې، نور دا سولېدلې څهرې نه په درد خوري او نه ملت اعتماد پرې کوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.