Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»په غزه کې د نسل وژنې پر وړاندې د افغانانو غږ
    لیکني

    په غزه کې د نسل وژنې پر وړاندې د افغانانو غږ

    عمران آغاعمران آغا30 مې 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    له تېرو شاخوا ۶۰۰ ورځو راهیسې د صهيونيستي اشغالګرو له لورې د فلسطين پر ولسونو سخت ظلم او تجاوز روان ده. د لسګونه زره بې ګناه ښځو او ماشومانو له شهادت سربېره یې د غزې کورونه او ښارونه په کنډواله بدل کړل. د غزې ولسونه د مظلوميت په هغه حد کې دي چې ماشومان يې له لوږې خپل ژوند له لاسه ورکوي. يادې خونخوارې تراژیدۍ د نړۍ غافلو زړونو ته لا هم لار نه ده کړې او تش په نوم اسلامي هېوادونو یې په ډېره خاموشۍ يواځې ننداره کوي.

    غزې موږ ته دا راوښودله چې د بشر حقونو دعوه داران، شرقي او غربي هېوادونه، د خوړو، عدالت او د ملګرو ملتونو سازمانونه څومره بې‌ عدالته، دوه‌ مخې او له انصافه لیرې ادارې دي چې د غزې پر روان وحشت یې سترګې ړندې او پر روانو مظالمو خاموش پاتې دي.

    بل لور ته تش په نوم اسلامي هېوادونه او د اسلامي همکاریو سازمان چې د اُمت د استازيتوب دعوه کوي، عمل یې تنها تر غونډو او هغه اعلاميو پورې محدود دی، چې اکثره وخت تشې خبرې، بې عمله او ډراماتيک نمايشونه وي او هر وخت د ولسونو د غولولو لپاره له سیاسي منافقت څخه کار اخلي او اعلامیې خپروي.

    تاریخ ته په کتو، هغه څه چې د فلسطین پر خلکو راغلي، هغه څه دي چې د افغانستان پر خلکو هم تېر شوي دي. فلسطین هم کلونه، کلونه د استعماري زبرځواکونو لخوا مستعمره شوی او له بده مرغه په پای کې په دسیسو او زرهاوو مکرونو او چلونو سره، لويې بريتانيا د یهودیانو په وسیله د فلسطین خاوره د تل لپاره اشغال کړه.

    د افغانستان د خلکو په څېر د فلسطین د ولس تاریخ هم د اشغالګرو پر وړاندې له مقاومت څخه ډک دی. کابو اته لسیزې کېږي چې د نړۍ قدرتونو لاسونه سره یو کړل او یهودیان یې د فلسطین د خلکو په ژوند کې د دایمي مزاحم او اشغالګر په توګه ورګډ کړل.

    د افغانستان او فلسطین د خلکو په شان هیڅ ملت ګډ او ورته برخلیک نه لري. که څه هم افغانستان او فلسطین له جغرافيايي پلوه له يو او بل سره لیرې پراته دي، خو د حيرانتيا خبره دا ده چې يو شان او دقيق برخليک او تاريخ لري. له همدې امله د تاریخ په اوږدو کې د ټولو هغه ملتونو او ټولنو له جملې څخه چې د فلسطین په ملاتړ یې خپل غږ پورته کړی، د افغانانو غږ ډېر رښتینی، مشخص او بې له شکه د درک وړ دی.

    افغانانو چې خپله د انګريزي، روسي او امريکايي يرغلونو او ظلمونو اوږد تاريخ تېر کړی، خو د فلسطیني ولس غم یې نه دی هېر کړی بلکې د فلسطيني مظلوم ولس درد تر هر چا ښه درک کولی شي، ځکه چې افغانانو همداسې بمبارۍ، بې کورۍ، لوږې، تندې او مهاجرتونه ليدلي او د يتيمانو آه و فغان یې اوس هم پر ذهنونو لکه د خپسې منګولې لګولې او د ميندو اوښکې یې د تاريخ برخه ګرځېدلي دي.

    موږ د غزې هره پېښه په اوښکو بدرګه کوو/ کړې او پر مظلوميت مو یې زړونه داسې ناقراره دي لکه له مور چې اولاد ورک شي، خو دا لالهانده د خپل ورک بچي په لټه کې هر لور ته منډې وهي‌، خو څه په لاس نه ورځي او د وخت په تېرېدو یې هيلې مړاوې کېږي او د بیا راتلو ارمان یې ګور ته له ځان سره وړي. غزه هم زموږ په وړاندې له همدې ورته پړاو څخه تېرېږي او د بدن يوه برخه مو همداسې له وجود په شړېدو ده، خو موږ یې په علاج کې ناتوانه يو.

    غزه هماغه کمزورې او د بې وسه ولس سیمه ده چې د زرګونه بې ګناه شهيدانو په وينو چې اکثره یې ماشومان، ښځې او عام وګړي دي، خړوبه شوې ده، خو نن د يهودو له لورې د ظلم، اشغال او نسل وژنې قرباني ده. د غزې آه او فرياد بايد نور د مسلمانانو ضميرونه راويښ کړي ترڅو په غزه کې روان وحشت او نسل وژنه پای ته ورسېږي.

    رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي، چې مسلمانان د یوه جسد په څېر دي، که پر يوه غړي یې درد شي، نو ټول بدن بې قراره وي. غزه هم د دې جسد (اُمت) يوه برخه ده، نو د هغې پر مظلوميت باندې چُپ پاتې کېدل له اسلامي ورورولۍ سره ستره جفا او خيانت دی. غزه يواځې جغرافیه نه ده، بلکې دا د مسلمانانو لومړۍ قبله او د اُمت مشترک درد او امانت دی چې باید مسلمانان یې مرسته وکړي او نړۍ ته یې غږ ورسوي.

    نن ورځ په افغانستان کې د جوماتونو امامان، ليکوالان، شاعران، افغان ځوانان او د قلم خاوندان د لبیک یا اقصیٰ او د مظلومې غزې په حق کې په ټولنيزو رسنيو کې د غزې اړوند مستند، باوري او دردناکې ويډيوګانې او معلومات خپروي، غم شریکي کوي او پر ټوله نړۍ د ویښتیا غږ کوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهملا محمد حسن اخند: د غزې د روانې غمیزې په اړه د نړیوالو چوپتیا دردونکې او د شرم وړ ده
    راتلونکي مقاله د غزې د جګړې د ۶۰۰ ورځو بوږنونکي ارقام؛ له ۶۳ زرو ډېر عام فلسطينيان شهيدان شوي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.