Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند‌لیک ته لنډه کتنه
    تورې څېرې

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند‌لیک ته لنډه کتنه

    صابر افغانصابر افغان25 اگست 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لومړۍ برخه

    عبدالرشید دوستم، هېواد پلورونکی د وطن‌ دوستۍ په نقاب کې؛ افغانستان په تېرو څلوېښتو کلونو کې د ګڼ شمېر پېښو او حوادثو شاهد پاتې شوی، هغه پېښې چې ډیره برخه یې ترخې، ویرجنې او د خلکو په حافظه کې ترې تلپاتې بد یادګارونه پاتې شوي.

    له شک پرته څلوېښت کلنې جګړې او نا امنۍ په داسې حال کې چې دا خاوره د نړۍوالو زبرځواکونو او د هغوی د څنګلورو اجیرانو د سیالیو ډګر و، په افغان ملت د کړاوونو او بدمرغیو فضا خوره کړې وه.

    په دې موده کې له افغاني ټولنې ډیر کسان را پورته شول، یو شمېر په رښتینې توګه د خلکو په څنګ کې ودرېدل او د ملت لپاره سپر وګرځېدل، خو یو شمېر نورو له دې فرصت څخه ناوړه ګټه پورته کړه، د دین او وطن د دښمنانو په لښکر ورګډ شول، د غلامۍ د ذلت ځنځیر یې په غاړه کړ.

    د شوروي اشغال او وروسته د امریکا او ناټو د حضور په کلونو کې له ډېرو پټو څهرو څخه نقاب لرې شو او هغه کسان رسوا شول چې ځانونه یې د خلکو خدمتګاران معرفي کول.

    هغه مهال چې مخلص او با ایمانه افغان ملت د شوروي د لاسپوڅي رژیم له ظلم ستړی او تر پوزې راغلی، په تشو لاسونو یې د هغه وخت د زبرځواک لښکر پر وړاندې د مبارزې هوډ وکړ، یو شمېر نورو خپلې د خیانت څهرې پټې کړې، د مجاهد نقاب یې واغوست او د خلکو د دفاع چیغې یې پورته کړې.

    ځینې بیا د خپلو شخصي ګټو تر زیانولو وړاندې د شوروي د اجیر رژیم په څنګ کې درېدلي او په ډیر څه کې یې مټ او وزر وو، د ملت په وړاندې یې په ډیرو سترو جنایتونو کې ونډه ورسره واخیستله.

    له دې ډلې یو هم عبدالرشید دوستم و، هغه څوک چې نوم یې له وینو، خیانت او د پردیو له مزدورۍ سره تړل شوی. هغه څوک چې د افغان ولس د قیام پر مهال د سرو لښکرو تر څنګ ودرېد او د خپل هېواد د دفاع پر ځای د یرغلګرو په پوځي مټ بدل شو.

    د دوستم بدرنګ ژوندلیک له هماغه پیل څخه له خیانت او مظلوم‌ کُشۍ څخه ډک دی. دی هغو څوک دی چې همېشه یې د شرایطو په بدلېدو سره خپله بڼه بدله کړې ده، ځان یې د خلکو د مدافع په نوم وړاندې کړی؛ خو په حقیقت کې دوستم هېڅکله د هېواد او ولس په غم کې نه و. هغه ته یوازې قدرت، شتمني او خپله شخصي بقاء مهم وو او بس.

    د هغه جنایتونه د شوروي تر همکارۍ پورې محدود نه دي پاتې شوي. وروسته له هغې هم د کورنیو جګړو په اصلي لوبغاړو کې و. هغه جګړې چې د ورانۍ، کډوالۍ او وینې تویولو له پلوه د اشغال تر کلونو کمې نه وې، یوازې یې توپیر دا و چې دا ځل دښمنان خپله د دې خاورې خلک وو.

    په دې ټوله موده کې د دوستم تر قوماندې لاندې ځواکونو د خلکو په وژنه، د شتمنیو په لوټ، د کلیو او ښارونو په ورانولو او آن د ښځو او ماشومانو په ځورونه کې لاس درلوده. تر دې بریده چې د افغانستان د شمال د ډېری خلکو خاطرې لا هم د هغه له ظلمونو او تېریو سره تړلي دي؛ داسې تور داغونه چې هېڅکله به د تاریخ له پاڼو پاک نکړل شي.

    دوستم په هر پړاو کې له پردیو اشغالګرو سره لاس یو کړی دی، په بېلابېلو نومونو او لقبونو یې له دین او ملت سره د ظلم او خیانت مسیر وهلی.

    کله یې د روسانو په اوږه تکيه کړې، کله یې ځان پر امریکایانو پلورلی او کله هم د ناټو ملګری پاتې شوی. دا هر څه ښيي چې دوستم هېڅکله د هېواد خپلواکۍ او د ملت عزت ته وفادار نه و او په هر حالت کې د پردیو لاسپوڅی پاتې شوی.

    ځکه خو اوس د دې وخت رارسېدلی چې د نوموړي اصلي څهره نوره هم بربنډه شي. د لیکنو په دې لړۍ کې هڅه کوو چې د عبدالرشید دوستم د خيانتونو او جنایتونو له هغو کارنامو څخه پرده پورته کړو چې له خیانت، جنایت او د پردیو له غلامۍ څخه ډکې دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپنجشیر کې د بیروج، زمرد او سربو نوي کانونه تثبیت شوي
    راتلونکي مقاله پر یمن د اسرائیلو په بریدونو کې ۹۲ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    مربوطه لیکنې

    د افغان حکومت مخالفین؛ واشنګټن په اسلام آباد پلورلي

    21 اگست 2025

    مخالفي ډلې د اړیکو د نویو فصلونو د ایجاد په لټه کې دي

    18 اگست 2025

    د ډیپلوماټیک پرمختګ مخنیوی؛ تاوان یې چا ته رسېږي؟

    17 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 25 اگست 2025

    پاکستاني طالبانو تېره شپه دیر کې د ګډو پاکستاني ځواکونو عملیات پر شا تمبولي

    د امریکا نیویارک ښار کې وسله‌وال برید پنځو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    25 اگست 2025

    د غزې پر ناصر طبي کمپلېکس برید کې د الجزیرې خبریال محمد سلامه شهید شو

    25 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو تېره شپه دیر کې د ګډو پاکستاني ځواکونو عملیات پر شا تمبولي

    25 اگست 2025

    د امریکا نیویارک ښار کې وسله‌وال برید پنځو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    25 اگست 2025

    د غزې پر ناصر طبي کمپلېکس برید کې د الجزیرې خبریال محمد سلامه شهید شو

    25 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،009 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،954 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،977 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.