
دوولسمه برخه
د پرځېدلي جمهوریت په مهال، د افغانستان د ټولو جنګسالارانو او حتی محلي زورواکانو یوه له تر ټولو ښکاره ناوړه کړنو څخه د دولت او آن د خلکو د شخصي ملکیتونه غصبول وو؛ هغه ځمکې چې د شرعي حق له مخې نه، بلکې د زور، نفوذ او فاسد نظام په مرسته د دې بدنامو کسانو لاس ته ورغلې وې.
په دې کې شک نشته چې عبدالرشید دوستم هم د دې غاصبانو له قافلې شاته نه دی پاتې شوی، بلکې د خپلې بدنامې سابقې له مخې د دې کتار په سر کې ولاړ دی. د روانې لړۍ «په نقاب کې څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه» په دې برخه کې د هغو ځمکو او ملکیتونو کچې او شمېرو ته کتنه کوو چې د دوستم او د هغه د نږدې کړۍ له لوري په زور غصب شوي دي.
لکه څرنګه چې دوستم د کورنیو ورانوونکو جګړو یو مهم لوبغاړی و، همداسې یې د دولتي او شخصي ځمکو په غصب کې هم ستر رول درلوده. د هېواد په شمال کې د زرګونو کورنیو بې ځایه کېدل او قومي کړکېچونو ته لمنه وهل، د دوستم د ناوړه کړنو د یو تر ټولو کرغېړن اړخ په توګه یادولی شو.
د دوستم اجیرانو او وفادارو ځواکونو به د خپل قومي دریځ د پیاوړتیا او پراخېدو په موخه د خلکو کرنیزې، استوګنیزې او دولتي ځمکې نیولې او هلته به یې یې د اوسېدو ښارګوټي یا نظامي مرکزونه جوړول. د غصب دا لړۍ د هغه څه برخه وه چې وروسته «د جنګسالارانو اقتصاد» ورته ویل کېده او د عدلیې وزارت د ۲۰۲۲م کال په راپور کې پرده ترې پورته شوې وه. په دې راپور کې راغلي وو چې د جمهوریت پر مهال تر یو میلیون جریبه ډېره ځمکه د زورواکانو له لوري غصب شوې وه.
د غصب یو له تر ټولو پراخو او لومړنیو مواردو څخه د کابل په شیرپور، دشت برچي او د شمال په یو شمېر سیمو کې د ځمکو د غصب لړۍ وه چې له ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۰ زیږدیز کال پورې یې دوام وکړ. په دې موده کې د دوستم ځواکونو او متحدینو د جمهوریت د بې کفایته او فاسدو چارواکو د سترګو په وړاندې تر زر جریبه ډېرې دولتي ځمکې نیولې او د خپلو وفادارو کسانو لپاره یې ښارګوټي ورباندې جوړول.
دغه کړنې په هغه وخت کې د هزارهګانو او تاجکانو د بې ځایه کېدو او بې کوره کېدو لامل شوې. د دې ادعا د پخلي لپاره یوې مشهورې ټلویزیوني شبکې په ۲۰۱۳م کال کې راپور ورکړی و چې د دوستم د قوماندانانو له لوري په سرپل ولایت کې ۵۰۰ جریبه ځمکه غصب شوې، دا په کلیو کې د غصب د همدې لړۍ د دوام څرګندونه کوي.
په همدې موده کې د سرپل او فاریاب کرنیزې ځمکې هم له ۲۰۰۶ کال څخه تر ۲۰۱۵ زیږدیز کال پورې د دوستم او د هغه د اجیرانو د غصب موخه وې. د جنبش ګوند ملېشو د اسحاقزیو د قوم له ۵۰۰ څخه تر ۸۰۰ جریبه ځمکه په زور ونیوله، په پایله کې یې شاوخوا ۵۰ کورنۍ د خپلو کورونو او سیمو پرېښودو ته اړ شوې.
په ۲۰۰۷م کال کې د دوستم د ملېشو له لوري پر ځايي بزګرانو د ډزو راپورونه د دې پخلی کوي چې دوستمیانو غوښتل هغوی له خپلو کروندو څخه په زور وشړي. دا ډول غصبونه نه یوازې د سیمې د غذايي امنیت لپاره یو جدي ګواښ وو، بلکې د قومي تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شو او د افغانانو ترمنځ یې د توکم پالنې زړي کښت کول.
په بلخ ولایت کې د دولتي ملکیتونو غصب بیا له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال یعنې د جمهوریت تر وروستیو ورځو پورې د دوستم تر مشرۍ لاندې د جنبش ګوند له لوري روان و. په همدې موده کې له زر جریبه ډېرې دولتي ځمکې د ګوند د سیاسي او پوځي موخو لپاره نیول شوې وې، چې دې چارې د بل جنګسالار او د جمیعت ګوند له مشر عطا محمد نور سره شخړې زیاتې کړې او د قومي نفاق اور یې لا پسې تود کړ.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


