عبدالرشید دوستم له کمونیستانو سره اوږه په اوږه د افغانستان پر مظلوم ولس خپلو ظلمونو ته دوام ورکړ، هره ورځ به د ده د اجیرو ملېشو له لوري د یوه نوي جنایت او فاجعې خبرونه خپرېدل.
خو دا چې شوروي اتحاد او له دوستم نیولې تر ډاکټر نجیب، د دوی مزدورانو د افغانانو د ایمان او استقامت د مقابلې توان نه درلوده، د حق ویونکو د غږ چوپ کولو لپاره یې ظلمونه بې ګټې شول او بالاخره په افغانستان کې د شوروي لاسپوڅې ادارې د زوال په لوري ګام واخیست.
کله چې دوستم د خپل بد او ذلیل انجام نښې ولیدې، د ځان ژغورنې په هڅه کې شو تر څو له هغه ډنډ څخه ځان وباسي چې شوروي اتحاد او د دوی متحدین پکې ډوبېدل. دا فکر ددې لامل شو چې دوستم خپله څهره له ملت ضد کمونیست څخه د کمونیست ضد مجاهد بڼې ته بدله کړي.
دوستم په ټوله بې باورۍ سره د خپلو شخصي ګټو لپاره د شورویانو له ملاتړ څخه لاس واخیست، د مجاهدینو لیکو ته ور ګډ شو او د نجیب د نیم ژواندي حکومت په ضد یې د مخالفت اعلان وکړ.
هو، د ۱۳۶۰مې لسیزې په وروستیو کې، هغه وخت چې د کمونستي لاسپوڅې رژیم سقوط نور د انکار وړ نه و، عبدالرشید دوستم چې پخوا د شوروي اتحاد وفادار او د شمال د ولسونو د ځپلو لوی عامل و، خپل مسیر یې په چټکۍ سره بدل کړ.
دا بدلون د وجدان یا زړهسوي له امله نه و، بلکې دا یو بې شرمانه حرکت و تر څو په مټ یې خپل قدرت وساتي او د بشپړ سقوط له ګواښ څخه ځان وژغوري. هغه دوستم چې تر دې وړاندې به یې ښارونه، ولسوالۍ او کلي د وحشت په ډګرونو بدلول، اوس یې له هماغه فرصت طلبه ذهنیت سره د «دوستۍ» څهره خپله او د مجاهدینو ډلو ته ورغی.
که څه هم یو شمېر کسان به د دوستم په دې نقاب غولېدلي وي، خو دې بدلون د اکثریت ولس لپاره هېڅ معنی نه درلوده؛ دوستم لا هم هغه کس و چې شخصي ګټې او د قدرت دوام یې د ولس او وطن پر ګټو غوره او لومړی باله.
تاریخي حقایق روښانه کوي چې یو شمېر سیاسي لوبغاړي او جنګسالاران، که څه هم د شرایطو د فشار له امله او د خپلو متحدینو تر سقوط وروسته خپل شعارونه بدلوي، خو هېڅکله هم نشي کولی چې د خپلو تېرو جنایتونو بار له اوږو سپک کړي.
هیره دې نه وي چې دوستم د خپلې جبهې په بدلون سره نه یوازې د افغان مظلوم ولس زخم ته مرهم نشو، بلکې د شوروي رژیم له ماتې وروسته یې تر پخوا هم دردوونکي جنایتونه ترسره کړل او د دې خاورې په تاریخ کې د نه هېریدونکو جنایتونو مرتکب دی.
هغه جرمونه چې که څه هم د شل کلن جمهوریت پر مهال، د ده د پراخ نفوذ او د فاسد حکومت په دستګاه کې د ژورو اړیکو او د غربي هېوادونو د ملاتړ له کبله تر ډېره پټ وساتل شول، خو دې پټونو او مخفي کارۍ هېڅکله ونشوای کولی چې د دوستم له تور مخ څخه د ننګ او شرم داغونه پاک کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.