د ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د یاد ولایت د زندان اړوند نعمان بن ثابت (رض) مدرسه کې ۱۱۰ تنو بنديانو د قرآنکریم حفظ بشپړ او د يوې غونډې په ترڅ کې ورته پګړۍ وتړل شوې.
غونډې ته د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی ویلي، چې زندان د تربیې ځای دی، چېرې چې انسان باید پر خپلو تېرو کړو فکر وکړي او اصلاح ته یې مخه کړي.
د ویلو ده چې پر هېواد د سرپرست حکومت له بیا ځل حاکمیت وروسته د هېواد په زندانونو کې په ګڼو برخو کې بندیانو ته د زدهکړو زمینې برابرې شوې دي.