د ايران بالعربية رسنۍ د راپور له مخې د ايران د مذهبي مشر خامنه ای یوه سلاکار څرګنده کړې، چې د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې مشر د اسرائيل لپاره جاسوسي کړې او هغوی ته یې معلومات ورکړي دي.
هغه زیاته کړې چې د روانې جګړې له پای ته رسېدو وروسته به له دغه چارواکي سره حساب وکړي.
ياده دې وي چې ايران تر دې وړاندې هم د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر رافائل ګروسي اسرائيل ته د ايران د اټومي پروګرامونو د حساسو معلوماتو په ورکړې تورن کړی و.