Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»په هېواد کې د انټرنېټ گټه اخیستونکو اطلاعاتو او معلومات خوندي شول
    افغانستان

    په هېواد کې د انټرنېټ گټه اخیستونکو اطلاعاتو او معلومات خوندي شول

    صابر افغانصابر افغان20 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، په هېواد کې یې د انټرنېټي ترافیک د خوندیتوب او د هېوادوالو اطلاعاتو محرموالي په موخه یو کورنی د انټرنېټ د تبادلې مرکز(نکسا) پرانیست.د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد مرکز به کورني شرکتونه سره خپلو کې وصل کړي، چې ورسره به په هېواد کې د ټولو هغو خلکو چې له انټرنېټ څخه گټه اخلي، معلومات او اطلاعات به یې خوندي شوي وي.د خبرپاڼې له مخې، مخکې د انټرنېټ د عرضه کوونکو هېوادونو له لارې دغه چاره تر سره کېده، چې گڼې نیمگړتیاوې یې لرلې.:« انټرنېټي معلومات او اطلاعات خوندي نه وو؛ ځکه ترافیک د دوی په واسطه تر سره کېدل، چې دغو هېوادونو کولی شول د انټرنېټ استفاده کوونکو معلوماتو او اطلاعاتو ته په اسانۍ لاس‌رسی ولري. د بهرنیو هېوادونو له لارې د انټرنېټ ترافیک خورا گران تمامېدل، چې اوسمهال یاد ترافیک هېواد دننه په ارازانه بیه او په خوندي ډول تر سره کېږي.»د خبرپاڼې له مخې، د بهرنیو هېوادونو له لوري د لارې د اوږدوالي له امله خدماتو کیفیت ټیټېده او کله نا کله به اطلاعات او معلومات هم له لاسه وتل؛ خو په هېواد کې د یادې چارې تر سره کول به کیفیت لوړ، اطلاعات خوندي او په بیو به هم مستقیم اغېز ولري.په خبرپاڼه کې ډاډ ورکړل شوی، چې د مخابراتو وزارت په هېواد کې دننه د انټرنېټ استفاده کوونکو اطلاعاتو او معلوماتو خوندیتوب ته ارزښت ورکوي او خوندي چاپېریال جوړول خپله دنده گڼي.نکسا یوه فزیکي زېربنا ده چې په وسیله یې د انټرنېټي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو داخلي ترافیک تبادله کېږي. د انټرنېټ د تبادلې مرکز موخه د افغانستان د انټرنېټ داخلي ترافیک، د اطلاعاتو محرمیت، د انټرنېت د کیفیت لوړوالي او د لگښت د کموالي لپاره د داخلي گیټوې رامنځته کول دي. د دغه مرکز په جوړولو سره به د کارونکو معلومات خوندي شي، د داخلي ترافیک گړندیټوب زیات شي او له هېواده به د معلوماتو د وتلو مخنیوی وشي.په هېواد کې اوسمهال پینځه مخابراتي شبکې د مخابرتي خدمتونو سربېره انټرنېټي خدمتونه هم وړاندې کوي؛ خو کاروونکي یې شکایت کوي چې کیفیت ټیټ خو بیې ډېرې لوړې دي.افغانستان کې لا هم د انټرنېټ بیې د سیمې هېوادونو په پرتله څو برابره لوړې دي؛ خو تر اوسه نه د مخابراتو وزارت او نه هم د اترا ادارې دې برخې ته پام کړی دی.

    مخکینۍ مقالهد روان کال په لومړیو درېیو ربعو کې د صادراتو او وارداتو ارزښت ۷.۵ مېلیارده ډالرو ته رسېدلی
    راتلونکي مقاله جوزېف بورېل په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي ترکیه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي

    21 جون 2025

    د سټنډرډ عالي شوری د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    د افغان سرپرست حکومت په وړاندې، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په بهر کې بېلابېلې…

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،898 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،892 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.