Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»په هېواد کې د بې ثباتۍ ارمانجن او د قومونو حقیقي دښمن
    تورې څېرې

    په هېواد کې د بې ثباتۍ ارمانجن او د قومونو حقیقي دښمن

    صابر افغانصابر افغان1 مې 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته ډېری لوړ پوړي چارواکي بهرنيو هېوادونو ته وتښتېدل او هلته يې بیا واک ته د رسېدو او ځان مطرح کولو په هڅه کې د سرپرست حکومت په ضد ځينې جبهات او سیاسي نهادونه ايجاد کړل.

    د يادو مخالفو جبهو رهبرانو تر ډېر لنډ وخت پورې په خپلو کې همغږي وښودلی شوه، خو وروسته يې پر يو او بل د بې کفايتۍ، خيانت او جاسوسۍ پردې کش کړې او ځينې یې له ځينو نورو سره يو ځای او ځينو يې جلا خپل خان ته رباب شروع کړ.

    په دغه رامنځ ته شویو جبهاتو کې يې يوه د مقاومت جبهې په نوم وه، چې د پرځېدلي جمهوريت مرستيال امرالله صالح یې په لومړیو کې غړیتوب درلود او وروسته یې له يادې جبهې لاره بېله کړه او د «روند سبز » تر چتر لاندې یې جلا جبهه رامنځ ته کړه.

    امرالله صالح چې له پخوا څخه د بهرنيو استخباراتي سازمانونو په يوه مرموز جاسوس پېژندل کېږي، هڅه یې وکړه چې د افغانستان د خلکو او سرپرست حکومت تر منځ فاصلې رامنځ ته کړي، د هېوادوالو رواني ثبات ګډوډ او په خلکو کې يوه لويه بې اعتمادي ترویج کړي، د بې ثباتۍ په دې طرحه کې چې د صالح له خوا جوړه شوې وه، د دیني عالمانو، قومي مخورو، د بهرنيو مؤسساتو د داخلي او او خارجي کارکوونکو او بانفوذه اشخاصو په نښه کول شامل وو.

    کله چې د امرالله صالح ل خوا د بې ثباتۍ دا پلان د سرپرست حکومت پر وړاندې بریا ته ونه رسېد، تازه يې د افغانستان د قومونو تر منځ د شخړو، رقابتونو او واټن رامنځ ته کولو پخوانی عادت را تازه کړی.

    د پرځېدلي جمهوريت پر مهال د انتخاباتي کمپاين په جريان کې امرالله صالح د هزاره قوم خورا لوی سپکاوی وکړ او يو ځل یې د رسمي سټېج پر سر وويل: چې هزاره قوم ته به د خپلو پوزو په اندازه حق ورکول کېږي، چې بیا یې پر وړاندې د خلکو له توندو غبرګونونو سره مخ شو او صالح مجبور شو چې له هزاره قوم نه بښنه و غواړي، همدا راز يې د پرځېدلي جمهوريت پر مهال هزاره قوم ته د ايران مستقيم جاسوسان هم ويلي وو.

    په وروستيو کې د هزاره قوم همدې توهين کوونکي امرالله صالح د سرپرست حکومت او هزاره قوم ترمنځ د واټن او بې اعتمادۍ اچولو په خاطر ادعا کړې، چې د سرپرست حکومت استخباراتو یوه ځانګړې څانګه د «هزاره قوم او شیعه مذهب» پر ضد جوړه کړې، څو د نفاق، وېرې او د عدالت‌ غوښتنې روحیې ماتولو له لارې پر هزاره قوم فشار راولي.

    امرالله صالح هڅه کوي چې په نړۍواله کچه قومونه بدنام او منزوي کړي، د همدې موخې لپاره يې د روان کال د ثور په اوومه نيټه د «روند سبز» له لارې يوه اعلاميه خپره کړه، چې پکې ويل شوي وو: په افغانستان کې د پښتنو زیاتېدل د روسيې او هغو نورو سیمه ییزو هېوادونو لپاره چې په منځنۍ اسيا کې ستراتيژيکې ګټې لري، يوه پېچلې امنيتي ننګونه ده.

    د امرالله صالح دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې تازه له پاکستان او ايران څخه زرګونه افغان کډوال را ايستل کېږي او سرپرست حکومت د هېواد په شمال، جنوب، ختیځ او نورو زونونو کې د کډوالو د اوسېدنې لپاره ښارګوټي او کېمپونه جوړوي؛ خو امرالله صالح بیا د خپلو شومو موخو لپاره تبلیغات کوي او غواړي د قومونو ترمنځ بې اتفاقي رامنځ ته کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپاکستاني طالبانو تېره شپه بنو کې درې پوليس په هلاکت رسولي او دوه نور یې ټپيان کړي
    راتلونکي مقاله ننګرهار کې د ۲۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۴۰ مېګاواټه برېښنا پروژې چارې پیل شوې

    مربوطه لیکنې

    د ملي ګټو پلورونکي او د پرديو تېري ته خوشبین نندارچيان

    28 فبروري 2026

    د افغانستان د مهمو مسایلو په تړاو د مخالفینو بې منطقه نیوکې او تحلیلونه

    15 فبروري 2026

    ولې مخالفین د اپسټین په قضیه کې لوېدیځ ته میلان ښه انځوروي؟

    11 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 1 مارچ 2026

    ملي دفاع وزارت: افغان ځواکونو تېره شپه د عملیاتو پر مهال ۳۲ پاکستاني عسکر هلاک او لسګونه نور ټپیان کړي

    د افغانستان ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې لیزري ځواکونو یې تېره شپه په ننګرهار،…

    افغان ځواکونو خوست کې د پاکستاني رژیم بې پيلوټه الوتکه غورځولې

    1 مارچ 2026

    د هېواد اوسپنې پټلیو له لارې د انتقالاتو کچه کې ۳۳.۳ سلنه زیات والی راغلی

    1 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ملي دفاع وزارت: افغان ځواکونو تېره شپه د عملیاتو پر مهال ۳۲ پاکستاني عسکر هلاک او لسګونه نور ټپیان کړي

    1 مارچ 2026

    افغان ځواکونو خوست کې د پاکستاني رژیم بې پيلوټه الوتکه غورځولې

    1 مارچ 2026

    د هېواد اوسپنې پټلیو له لارې د انتقالاتو کچه کې ۳۳.۳ سلنه زیات والی راغلی

    1 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،110 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،063 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،124 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.