Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»په ویانا کې د اوسني افغان حکومت د مخالفو تورو څهرو غونډه!
    افغانستان

    په ویانا کې د اوسني افغان حکومت د مخالفو تورو څهرو غونډه!

    عمران آغاعمران آغا25 جون 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: منصور أحرار

    د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د افغان حکومت د استفراق شوو مخالفینو تورو څهرو، تښتېدلو، شړل شوو، ازمایل شوو او قومي تعصب کوونکو له لوري یوه غونډه جوړه شوې وه چې مختلفو پخوانيو غلو او د شر و فساد ډلو مشرانو ګډون پکې کړی وو.

    دوی ته باید وویل شي چې: تاسو د افغان ولس له لوري استفراق شوي یاست، دلته ازمایل شوي یاست، امتحان مو ورکړی دی، په غلاء، اختطاف او نورو ناوړه اعمالو کې کامیاب شوي یاست، هېڅکله به د افغان مسلمان نظام او ولس په مقابل کې یوې مثبتې نتیجې ته و نه رسېږئ.

    تاسو خو هماغه شرمښان او لېوان یاست چې د څو ډالرو په مقابل کې مو ټول عنعنات او اسلامي احکام تر پښو لاندې کړل او د ناټو/امریکا په فرمایش مو پر افغان مسلمان ولس قسماقسم ظلمونه او وحشتونه کول.

    تاسو په دې ناسته کې یو ځل بیا په دې خبره اتفاق سره کاوه چې څنګه د افغان مسلمان ولس اوسنۍ حاکمه خوشحالي یو ځل بیا په غم بدله کړو او یو ځل بیا خپل نجس لاسونه د افغان مسلمان ملت په وینو سره کړو.

    تاسو باید په دې وپوهېږئ چې هغه افغان ملت چې تاسو ورته په شاتو کې زهر ورکول، نن تاسو په صحي معنا پېژندلي یاست، تاسو یې تجربه کړي یاست، ستاسو لوېدلې او پاتې کارنامې یې په خپلو سترګو ولیدلې، هېڅکله به ستاسو په خبرو بیا و نه غولېږي او نه به بیا تاسو ته فرصت درکړي.

    تاسو خو هماغه د ابلیس پلویان یاست چې د افغان ولس په منځ کې مو تفرقې اچولې، چا افغان نه مانه او چا اسلام نه مانه؛ تاسو خو هماغه خون خواره یاست چې شل کاله مو د نورو فرمایشاتو ته ګډا وکړله؛ تاسو خو هماغه نجسې څهرې یاست چې د نورو کفري هېوادونو پلانونه مو د مسلمانانو په مقابل کې پلي کول.

    افغان ملت په دې ښه پوهېږي چې ستاسو اوسنۍ د ویانا غونډه د بهرنیو استخباراتي کړیو په اشاره رابلل شوې ده، چې په افغانستان کې استفراق شوي توري څهرې پکې رابلل شوې وې.

    په غونډه کې ستاسو د ناستې او ولاړې کیفیت او کمیت هم مونږ ولیده، ته به وایې لکه د ابلیس په درسګاه کې چې سره راټول شوي یاست او د ابلیس له لوري د مسلمان ملت پر وړاندې لکچر درکول کېږي.

    شرم وکړئ، په کمپ کې خو ذلیل وئ، خو دلته د غونډې په کلاس کې هم د ذلالت په سترګه درته کتل شوي؛ تاسو د خپلې ناستې کیفیت ته نظر کړی دی چې څنګه ناست یاست او څه شی مو مخې ته پراته دي؟ حتی یو بوتل اوبه مو لا په مخ کې نشته، خو تاسو دلته لا کم عقلان یاست چې نوري استخباراتي کړۍ د یکبار مصرف کار درڅخه اخلي، هغوی پوهېږي چې دا نجسې څهرې په هېڅ مصرف نه ارځي.

    خو ذلیل به همېشه ذلیل وي، تاسو هېڅکله یو ځل بیا داسې ناکامه هڅه مه کوئ چې د ابلیس/ناټو په اشاره به یو ځل بیا مونږ افغان ولس تېرباسو؛ دا خوبونه مو اوبو ته ووایاست، ستاسو ګنده تاریخ تېر شو، تاسو نور په افغان ټولنه کې هېڅ ځای نه لرئ، له رب مو تل تر تله همداسې شرمنده او ذلیل غواړو.

    مخکینۍ مقالهد ولس لخوا استفراق شوي سياسون ویانا کې را ټول وو!
    راتلونکي مقاله د ویانا څلورمه ناسته؛ څلورمه ناکامه تبلیغاتي هڅه!

    مربوطه لیکنې

    مولوي امیرخان متقي له خپل چینایي سیال سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    20 اگست 2025

    د پاکستان پوځ؛ د نیابتي ډلو ټپلو او مخالفینو وروستۍ هیله!

    20 اگست 2025

    زلمی خلیلزاد: پخواني(جمهوري) مشران او واکمنان هڅه کوي، چې خپلې تېرې تېروتنې بیا تکرار کړي

    19 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 اگست 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل چینایي سیال سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    د هېواد د بهرنیو چارو وزی مولوي امیر خان متقي نن (چهارشنبه، د زمري ۲۹مه)…

    د هند او چين د اړيکو نوی پړاو؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر پيل هوکړه شوې

    20 اگست 2025

    پر غزې د اسرائيلي رژيم د بريدونو له پيل راهيسې نږدې ۱۹ زره ماشومان شهيدان شوي

    20 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مولوي امیرخان متقي له خپل چینایي سیال سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    20 اگست 2025

    د هند او چين د اړيکو نوی پړاو؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر پيل هوکړه شوې

    20 اگست 2025

    پر غزې د اسرائيلي رژيم د بريدونو له پيل راهيسې نږدې ۱۹ زره ماشومان شهيدان شوي

    20 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،001 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،948 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،968 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.