Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»په پاکستان کې روان کړکېچ، دوام او پایلي یې!
    تبصرې

    په پاکستان کې روان کړکېچ، دوام او پایلي یې!

    صابر افغانصابر افغان27 نوومبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    خبر:
    د راپورونو له مخې، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند لسګونه زره پلویانو له بېلابېلو ایالتونو، د دغه هېواد د پلازمېنې اسلام اباد پر لور حرکت پیل کړی دی. لاریون والو له بنده د عمران خان د خوشي کېدو په ګډون د یو شمېر نورو غوښتنو لپاره دا لاریون پیل کړی دی. دوی ویلي، تر هغې به خپلو لاریونو ته دوام ورکوي چې ټولې غوښتنې نه وي منل شوې.

    بل خوا پاکستاني حکومت او امنیتي ادارو هم د امنیتي اندېښنو له کبله یو شمېر اقدامات پیل کړي، لویې لارې یې تړلي، د امنیتي ځواکونو شمېر یې ډېر کړی او په یو شمېر سیمو کې یې په ګرځېدو او انټرنېټ محدودیتونه لګولي دي.

    تبصره:
    د پاکستان حکومت او پوځ په دې وروستیو کې د سختو سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو بې ثباتیو له کبله د خپل تاریخ تر ټولو بدي ورځې تجربه کوي. همدا اوس د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو او دغه راز د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په ډیری سیمو کې د پاکستاني پوځ او د هغوی د وسلوالو مخالفینو تر منځ سختي جګړې روانې دي، چې له کبله یې هره ورځ لسګونو نظامیانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

    له بلې خوا دا هېواد له امنیتي ننګونو سره جوخت، له تر ټولو بې ثباته سیاسي، اقتصادي او ټولنیز حالت سره هم لاس او ګرېوان دی. د هېواد چارې یې پوځي مشرانو په لاس کې اخیستې دي او د عمران خان په څېر لوی سیاسي مخالف یې زنداني کړی دی. د دغه هېواد اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي او ترڅنګ یې تازه په یو شمېر سیمو کې فرقه یي او مذهبي جګړو هم زور اخیستی دی.

    په پاکستان کې روان حالت ترینګلی او کړکېچن شوی، که د عمران خان د پلویانو غوښتنې ونه منل شي، نو ښایي روان کړکېچ لا پسې ترینګلی شي. دا هر څه د پاکستاني حکومتونو او په ځانګړې توګه د دغه هېواد د پوځ، امنیتي او استخباراتي ادارو د ناسمو پرېکړو، پالیسو او د پردیو پروژو د تطبیق له کبله رامنځته شوي دي.

    په پاکستان کې روان حالات د خلکو او حکومت ترمنځ دي، هېڅ بهرني هېواد پر پاکستان دا حالت نه دی راوستی، بلکې له اوږدې مودې راهیسې پوځ او عام خلک په یوه نا اعلان شوې جګړه او اخ و ډب کې بوخت دي. پوځ، حکومت او چارواکي تر ډېره په فساد، رشوت او پر عامو خلکو په ظلمونو کې ډوب دي، خو عام ولس بیا لوږې، ظلمونو، بې عدالتیو، بې ثباتیو او نا امنیو تر پزې راوستی دی.

    بلوڅان هم د خپلو حقونو د ترلاسه کولو او له ظلمونو د خلاصون لپاره مبارزه کوي، پښتانه چې هم هلته څه وايي او یا یې ترسره کوي، د خپلو حقونو د ترلاسه کولو او له ظلمونو د خلاصون لپاره یې کوي؛ تر دې ورها خوا چې هر چا هلته وسله را اخیستې د ظلم او بې عدالتۍ خلاف یې را اخیستې ده.

    په دغه هېواد کې سیاسي، ټولنیزې او اقتصادي بې ثباتۍ هم له حکومت او پوځ څخه د خلکو د بېزارۍ څرګنده نښه ده. دې ټولو چارو دغه هېواد ته سخت زیان رسولی، په بهر کې یې د یاد هېواد حیثیت ختم کړی او په کور دننه یې ولسي مشروعیت ننګولی دی.

    له روان کړکېچه د پاکستان د وتلو او یا لا کړکېچ ته د تګ دواړه انتخابه د دغه هېواد له پوځ او سیاسي مشرانو په لاس کې دي. که دوی له خپل ولس سره روان ظلمونه دروي، حقونه یې ورته ورکړي، د دوی د وژنو او رټلو روانه لړۍ ودروي، د غربي هېوادونو له خوش خدمتۍ راووځي او خپل ملت را پخلا کړي، دا هېواد له روان کړکېچه وتلی شي، خو که هر څه برعکس روان وي او د تېر په څېر د هرڅه پړه پر نورو اچوي، د دغه هېواد روان حالت به لا پسې ترینګلی او داسې کړکېچن کړي، چې ترې وتل به ورته ګران وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
    راتلونکي مقاله د حزب الله غورځنګ او اسرائیلو ترمنځ اوربند اعلان شو

    مربوطه لیکنې

    بېړنی‌خبر

    11 اپریل 2026

    پاکستان؛ د بې‌ باورۍ په حصار کې د بې‌ واکه کوربه توب نندارچي

    10 اپریل 2026

    محمد محقق؛ د پاکستاني ګټو سپین سترګی مبلغ

    9 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 11 اپریل 2026

    چين په راتلونکو څو اوونيو کې ايران ته د هوايي دفاع نوي پرمختللي سیسټمونه ورکوي

    سي این این امريکايي رسنۍ د خپلو باخبره استخباراتي سرچینو له قوله ويلي، چین چمتووالی…

    پاکستاني طالبانو خیبر پښتونخوا کې ۲۰ پاکستاني کومانډویان هلاک او ټپیان کړي

    11 اپریل 2026

    پر پاکستاني رژیم د مذاکراتي پلاوو بې‌باوري؛ چین، روسیه، قطر، او سعودي د شاهدانو په توګه اسلام‌ اباد ته بلل شوي

    11 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    چين په راتلونکو څو اوونيو کې ايران ته د هوايي دفاع نوي پرمختللي سیسټمونه ورکوي

    11 اپریل 2026

    پاکستاني طالبانو خیبر پښتونخوا کې ۲۰ پاکستاني کومانډویان هلاک او ټپیان کړي

    11 اپریل 2026

    پر پاکستاني رژیم د مذاکراتي پلاوو بې‌باوري؛ چین، روسیه، قطر، او سعودي د شاهدانو په توګه اسلام‌ اباد ته بلل شوي

    11 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،141 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،173 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.