Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»په ډيپلوماټیک ډګر کې د افغانستان پرمختګ او ورسره تړلي ګټې
    لیکني

    په ډيپلوماټیک ډګر کې د افغانستان پرمختګ او ورسره تړلي ګټې

    صابر افغانصابر افغان10 جولای 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په افغانستان کې له شل کلنې جګړې او د اوسني حکومت له واکمنېدو وروسته، تل دا پوښتنه مطرح کېدله چې ایا نوی حکومت به د وضعیت د مدیریت له ازموینې راووځي او که نه!؟ ځکه دا هغه وخت و چې له افغانستانه بهرني ځواکونه وتلي وو، د دوی په ملاتړ جوړ شوی حکومت هم پرځېدلی و، ورسره پر افغانستان سخت بندیزونه ولګېدل او په نړۍوالو رسنیو کې یې هم پر وړاندې منفي تبصرې او څرګندونې په ډېرېدو وې، خو له نږدې څلور کلن مزل وروسته، اوسنۍ ارزونې معکوسې دي، وضعیت مدیریت شوی او تر دې چې د افغانستان اوسنی حکومت په ډېرو حساسو او مهمو شېبو کې د نړۍ د یو مهم هېواد «روسیې» له خوا په رسمیت وپېژندل شو. دا حالت د سرپرست حکومت لاسته راوړنه او په ټوله کې د افغانستان لپاره ښه خبر ګڼل کېدای شي.

    اوسنۍ نړۍ چې څو قطبي شوې، د پخوا په خلاف اوس ټول د امریکا رضایت او ناراضۍ ته نه ګوري او نه هم امریکا اوس د پخوا په څېر هغه بر لاس لري چې هر څه دې د دوی له خوښې سره سم مخکې ولاړ شي.

    د تېرو څو کلونو نړۍوالو سترو مسایلو څو قطبي نړۍ او د امریکا د یکه تازۍ زوال په ډاګه کړل. اوس چې یو مهم هېواد «روسیې» د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت وپېژانده، د امریکا او غرب یکه تازي یې لا نوره هم چلېنج کړه، ځکه امریکا او متحدینو یې په افغانستان کې له ماتې وروسته، پز دغه هېواد بندیزونه ولګول، مخالفو وسلوال ته یې کمپاین پیل کړ او د اوسني افغان حکومت له رسمیت پېژندنې یې انکار وکړ، دغه راز یې د دې کار لپاره ګڼ شرطونه او فرمایشونه وړاندې کړل چې د تفاهم ژبه یې لا سخته کړه.

    ویل کېږي د روسيې له دغه اقدام وروسته، ګڼ نور هېوادونه هم هڅه کوي چې د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني، ځکه دوی له وړاندې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې له افغانستان سره نسبي ښې ډيپلوماټیکې، سیاسي او اقتصادي اړیکې درلودې او یواځې دغه ډول اقدام ته په تمه وو. د روسیې له دغه اقدام وروسته، اټکل دا دی، چې په راتلونکي کې چین، د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه، ځینې عرب هېوادونه، ترکیه، ایران، هند او پاکستان هم ورته اقدام وکړي او دا چاره به لوېدیځ هېوادونه او په ځانګړې توګه امریکا تر فشار لاندې راولي چې په خپلو اوسنیو پالیسو له سره غور وکړي او له مجبورې ورځې له افغانستان سره رغنده تعامل ته را وړاندې شي.

    دا او په راتلونکي کې دې ورته اقدامات د افغانستان او ټولې سیمې لپاره ګټور ښکاري، ځکه په دې سره د افغانستان ثبات لا پیاوړی کېدای شي، له اوسني منزوي حالت او بندیزونو به راووځي، اقتصاد، سوداګري، په نړیۍواله کچه مشروعیت او دريځ به یې لا پیاوړی شي او په سیمه کې به د اقتصادي تحرکت او ثبات په نوي ځواک بدل شي. په افغانستان کې به پراخو رغنیزو او اقتصادي زېربنايي کارونو ته زمینه برابره شي او دا د یوه داسې هېواد لپاره تر ټولو ښه زېري دي چې له لسیزې بحراني حالت څخه تازه راوتلی وي.

    دغه راز په دې سره به هغه مخالفې ډلې ټپلې، ځینې سیمه ییزې او نړۍوالې شریرې استخباراتي کړۍ لا پسې منزوي او او د زوال په لور لاړې شي، چې غوښتل یې له افغانستان څخه دا فرصتونه واخلي او بېرته یې د جګړې او بې ثباتۍ په ډګر بدل کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد هېواد په ۹ ولایتونو کې د تېزو بارانونو او سېلابونو اټکل شوی
    راتلونکي مقاله حماس اسلامي غورځنګ د لس اسرائیلي زندانیانو له خوشې کېدو سره هوکړه کړې

    مربوطه لیکنې

    د مخالفينو د شعاري يووالي واقعیت

    14 مارچ 2026

    مخکښ پاکستانی خبریال، احمد نوراني: زموږ سره د عاصم منیر په څېر د هېواد پلورونکو، ضمیر پلورونکو او مفاد پرستو خلکو هېڅ کمی نشته

    13 مارچ 2026

    د پاکستاني پوځي رژیم د ناکامۍ روڼ انځور

    13 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 16 مارچ 2026

    بي‌اېل‌اې: جنګیالیو یې په تېرو لسو ورځو کې ۵۵ پاکستاني عسکر په هلاک کړي

    د بلوچستان ازادۍ پوځ (بي‌اېل‌اې) ویلي، چې جنګیالیو یې په تېرو ۱۰ ورځو کې د…

    بلوچستان کې د پاکستاني عسکرو پر موټر بمي برید شوی

    16 مارچ 2026

    مجاهد: پاکستاني رژیم کابل کې د روږدو د درملنې روغتون هدف ګرځولی

    16 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بي‌اېل‌اې: جنګیالیو یې په تېرو لسو ورځو کې ۵۵ پاکستاني عسکر په هلاک کړي

    16 مارچ 2026

    بلوچستان کې د پاکستاني عسکرو پر موټر بمي برید شوی

    16 مارچ 2026

    مجاهد: پاکستاني رژیم کابل کې د روږدو د درملنې روغتون هدف ګرځولی

    16 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،123 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،145 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.