د امام ابوحنیفه رحمهالله پنځم ملي او نړیوال نندارتون نن په کابل کې پرانیستل شو، چې د ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، روسیې، چین، ایران، هند او ترکیې په ګډون د سیمې د څه باندې ۲۰ هېوادونو سوداګرو او پانګهوالو پکې ګډون کړی او د سلګونو کورنیو او بهرنیو شرکتونو محصولات په څه باندې ۸۰۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، افغان حکومت د اقتصادي ودې او پراختیا ترڅنګ د هېواد د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره هم کار کوي او هڅه کوي د افغانستان سرحدونه د ستراتیژیک اقتصادي مشارکت او سیمهییز اتصال پر نقطو بدل کړي.
نوموړي زیاته کړه، افغانستان د واخان له لارې له چین سره د نښلېدو او د سیمهییز ټرانزیټ او سوداګرۍ د پراختیا له لارې د سیمې پر مهم اقتصادي مرکز د بدلېدو په حال کې دی. د هغه په وینا، د امام ابوحنیفه رحمهالله نندارتون د کورنیو تولیداتو د معرفي، د سوداګرۍ د پراختیا او د بهرنیو سوداګرو او پانګهوالو د جذب لپاره مهم فرصت دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، سره له دې چې پر افغانستان یو شمېر بندیزونه شته، د هېواد اقتصاد د ودې او پرمختګ په حال کې دی. نوموړي زیاته کړه چې د ۱۱۳ بهرنیو شرکتونو ګډون او له افغانستان سره د هغوی اقتصادي تعامل د هېواد د اقتصادي پرمختګ او سوداګریزو اړیکو د پراختیا څرګندونه کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي هم ویلي، چې د افغانستان خصوصي سکتور له سیمهییزو هېوادونو سره د باوري اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او د ګډو پانګونو د زیاتېدو اړتیا ده. نوموړي پر دې ټینګار وکړ چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره باید د سوداګرۍ او پانګونې زمینه لا نوره هم پراخه شي.
د نندارتون په موخه د ایران ۱۸۰ کسیز سوداګریز پلاوی هم تېره ورځ کابل ته رسېدلی دی. دغه نندارتون به د تلې تر ۲۱مې، دوام وکړي او پکې به د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګهوالو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې لپاره فرصتونه برابر شي.


