Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»په کابل کې د نیالگیو کېنولو کمپاین پیل شو
    افغانستان

    په کابل کې د نیالگیو کېنولو کمپاین پیل شو

    صابر افغانصابر افغان6 مارچ 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کرنې، اوبولگولو او مالدارۍ وزارت وايي، په کابل کې یې د نیالگیو کېنولو کمپاین پیل کړی دی، چې زرگونه نیالگي به کېښودل شي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، سږ کال یې(د نیالگي کېښودل د وچکالۍ له منځه وړل) شعار ورته غوره کړی دی.

    دغه کمپاین چې د بېلابېلو حکومتي چارواکو په شتون کې پیل شو، چې په ترڅ کې به یې زرگونه نیالگي کېښودل شي.

    د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د نیالگیو کېښودو په کمپاین کې وویل، چې د نیالگیو کېښودل، ساتل او پالل د ټولو مسوولیت دی او باید سمه ساتنه ترې وکړي. :«د نيالگيو اېښودل او ساتنه يو ديني او وجداني دنده ده چې د ښکلا، پاکې هوا، د اکسيجن په توليد، د اقليمي گواښونو په کمولو، د طبيعي زېرمو او د ځنگلونو په زياتوالي کې اغېزمن تمامېږي، د امارت پلانونه د کوچنيو او لويو بندونو د جوړولو، له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو پر لېږد، د کرنې میکانیزه کول، د کروندگرو، بڼوالو او صنعتکارانو د حاصلاتو پر زیاتوالي ور ټول دي، په دې دوو کلونو کې د پام وړ کارونه ترسره شوي او په راتلونکو کلونو کې به دا نور هم ښه شي، له تاسو غواړم چې نیالگي اېښودنه او پالنه يې خپل دیني او وجداني دنده وگڼئ او په دې پروسه کې گډون وکړئ.»

    د کرنې چارسمبالي وزیر عطاء الله عمري د نیالگیو کېښودو د کمپاین پر مهال وویل، د کرنې وزارت دنده کرنه، مالداري، بڼوالي، د ځمکو مدیریت او طبیعي سرچینو په برخه کې کار کول دي.

    د ښاغلي عمري په خبره، په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې د کرنې او د ځنگلونو د پراخولو په برخه کې گڼ کار شوی.:«تېرو دوو کلونو کې مو د کرنې سکتور په سالم ډول اداره کړ، ځنگلي سیمه مو له ۲.۵ سلنې څخه ۵ سلنې ته لوړه کړه، د اوبو د مدیریت لپاره مو په سلگونو چکډیمونه او بندونه جوړ کړل، کروندگر مو وهڅول چې عصري مالدارۍ ته مخه کړي.

    د خصوصي سکتور او ټولنو په همکارۍ له ۸۲ مېلیونو څخه زیات نیالگي مو تولید او خلکو ته وړاندې کړل او کرل شوي دي، دغه نیالگي مثمر او غیر مثمر نیالگي دي.»

    نوموړي له خلکو وغوښتل چې په خپلو کورونو، ځمکو او شاوخوا سیمو کې نیالگي کېنوي او سمه ساتنه دې ترې وکړي.

    د عمري په خبره، له نړیوالې ټولنې او نړیوالو مرستندویه موسسو څخه مو غوښتي چې د کرنې وزارت سره د زرغونتیا او د اقلیم بدلون د خطرونو په کمولو کې همکاري وکړي.

    د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۳کال د نیالگیو کېنولو کمپاین به د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې پیل شي او د هېواد د زرغونتیا په پار به مېلیونونه نیالگي کېنول شي.

    د پسرلي په موسم کې د هېواد په گڼو سیمو کې هر کال مېلیونونه نیالگي کېنول کېږي؛ خو د ډېرو کمو یې ساتنه کېږي او نور له منځه وړل کېږي.

    مخکینۍ مقالهتېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۰ زره مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي
    راتلونکي مقاله په کندوز کې ۳۵۰ زرمینځوونکو ته جوازونه وېشل شوي

    مربوطه لیکنې

    سهیل شاهین له ډاکټر برهم صالح سره د راستنېدونکو افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړي

    11 جولای 2026

    پنجشېر کې ترافیکي پېښې د څلورو ماشومانو ژوند واخیست

    10 جولای 2026

    خلیفه سراج‌الدین حقاني د شاپور ځدراڼ د فاتحې لپاره د هغوی کور ته ورغلی

    10 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 11 جولای 2026

    محمد بن سلمان او ټرمپ په ټیلیفوني خبرو کې د سیمې پر پرمختګونو او ګډو همکاریو خبرې کړي

    د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د سعودي…

    سهیل شاهین له ډاکټر برهم صالح سره د راستنېدونکو افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړي

    11 جولای 2026

    د مسعود د کورنۍ پروژه یي سیاستونه او محروم پنجشیري وګړي

    11 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    محمد بن سلمان او ټرمپ په ټیلیفوني خبرو کې د سیمې پر پرمختګونو او ګډو همکاریو خبرې کړي

    11 جولای 2026

    سهیل شاهین له ډاکټر برهم صالح سره د راستنېدونکو افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړي

    11 جولای 2026

    د مسعود د کورنۍ پروژه یي سیاستونه او محروم پنجشیري وګړي

    11 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،112 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،226 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.