د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په کندوز کې د امو سیند پر غاړه حرفوي زرمینځوونکو(زرشویانو) ته یې ۳۵۰ جوازلیکونه وېشلي دي، چې شاوخوا ۲۵۰۰ هېوادوالو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اړوند د امو سیند پر غاړه د شهروانو کلبات، غروو، مذاکره، قلم گذر، یکهتوت او سکي سیمو خلکو ته یې د زرمینځلو جوازلیکونه وېشلې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په کندوز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د سرو زرو لویو کانونو سربېره د حرفوي زرمینځوونکو لپاره گڼې سیمې شته، چې اوس د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري یې د ناقانونه استخراج مخه نیول شوې ده.:«همدارنګه د استخراج لپاره یې یو شمېر کورنیو او بهرنیو کمپنیو سره تړونونه لاسلیک شوي په دې سربېره د حرفوي زرشويي لپاره په یادو ولایتونو کې سلگونه جوازونه او جوازلیکونه ورکړل شوي، چې زرگونو هېوادوالو ته پکې کاري فرصتونه برابر شوي.»
افغانستان د سرو زرو سربېره گڼ نور طبیعي کانونه لري، چې اوسمهال یې د گڼو کانونو د استخراج چارې پیل شوي دي، چې ورسره زرگونه کسان هم بوخت شوي دي.