یو شمېر رسنیو د کویټي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د اور لګېدنې له امله ۴۱ تنه مړه شوي دي.‏

د کویټ رسنیو ویلي، چې دغه اورلګېدنه د کویټ په سویل الاحمدي ولایت “المنګاف” سیمه د بهرنیو کارګرانو د اوسیدو په یوه ودانۍ کې رامنځ ته شوې ده، چې له امله یې ۳۵ تنه مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

دا د پیښې لومړني ارقام دي، دا چې اورلګېدنه زوروره ده، کیدای شي، په مړو او ټپیانو کې زیاتوالی راشي.

د اورلګېدنې له امله د مړه شویو او ټپیانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، چې ایا ټول بهرنیان دي او که د یاد هېواد اوسېدونکې هم په کې شامل دي؟راپورونه وایي، چې اور لګېدنه نن سهار وختي رامنځ ته شوې، خو علت یې نه دی په ډاګه شوی.

د پولیسو یوه چارواکي رسنیو ته ویلي، چې د پېښې په اړه څیړنه کوي.‏

ځواب پریږدئ

Exit mobile version