د روسیې ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین د صهیونیستي رژیم له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
په راپور کې راغلي، چې د خبرو پر مهال دواړو لوریو د ایران د اټومي پروګرام ترڅنګ، د غزې پر روان وضعیت او په دغه تړانګه کې د سولې لپاره پر وروستۍ طرحې خبرې کړې دي.
راپور کاږي، پوتین په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د فلسطین د قضیې د عادلانه حل لپاره د روسیې پر پخواني دریځ ټینګار کړی.