‏د پوهنې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو راستنو شویو افغان کډوالو ته ښه راغلاست وایي او د هغوی د اولادونو د ښوونې او روزنې مسؤلیت په پوره ژمنتیا په غاړه اخلي.

اعلامیه زیاتوي، هېواد ته راستانه شوي زده کوونکي به د هېواد په ټولو رسمي ښوونځیو، مدرسو او نورو دولتي او خصوصي ښوونیزو بنسټونو کې جذب شي.

یاد وزارت له کډوالو کورنیو، اړوندو سیمه‌ییزو مسئولینو، دیني علماوو او خیریه بنسټونو غوښتي، چې ‏چې د دغه اسلامي او ملي مسؤلیت د بریالي تر سره کېدو لپاره له وزارت سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو اونیو کې له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي ډول ایران څخه د افغان کډوالو د کورنیو د اخراج لړۍ چټکه شوې، چې ورسره د دغو کورنیو د ماشومانو د زده‌کړو په اړه اندېښنې زیاتوې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version