راپورونه وایي، د پاکستان پوځي رژیم د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو له موقع په ګټې اخیستنې خپل ۱۳زره عسکر او له ۱۲ تر ۱۸ جنګي الوتکې سعودي عربستان ته استولي دي.
د جنوبي اسیا د چارو څارونکو ویلي، د پاکستان پوځي رژیم ممکن لږ تر لږه ۵۰ زره سرتېري سعودي عربستان کې د نورو جنګي جیټ الوتکو سره ځای پر ځای کړي.
پاکستاني او سعودي سرچینو د پاکستاني پوځ دغه ځای پر ځای کېدل د هغه ستراتیژیک دفاعي تړون برخه بللې، چې دواړو هیوادونو تېر کال لاسلیک کړی و.
وړاندې ځینو سرچینو ویلي، چې اسلام اباد د ریاض د متحد په توګه د تهران او واشنګټن ترمنځ راتلونکې احتمالي جګړه کې د ګډون لپاره اړ ایستل شوی دی.
د ایران او امریکا ترمنځ په تېره ۳۹ ورځنۍ جګړه کې ایران د پاکستان د متحد سعودي عربستان بنسټونه او هوایي هډې ویشتې وې؛ خو هغه مهال پاکستان د ایراني بریدونو مخنیوي کې خپل ګډون نه و، تائید کړی.
د چارو شنونکي وایي، په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی پر خپل حال پاتې او ښایي یو وار بیا پر ایران د امریکا د بریدونو له پیل سره تهران سعودي عربستان کې پر امریکايي هډو بریدونه وکړي، چې له دې سره به د امریکا په ګټه جګړه کې د پاکستان پوځي رژیم ګډون یقیني شي.
