د پاکستاني طالبانو غورځنګ څخه د خپرو شویو معلوماتو له‌مخې، د یاد غورځنګ وسله‌والو ځواکونو د د باړې ولسوالۍ تیرامېدان سیمه کې پر «ارهنګه» نومې پوځي پوستې د درازکوف وسلې برید کړی چې په ترڅ کې یې یو پوځي عسکر وژل شوی او یو بل مرګونی ټپی شوی.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، تېره شپه اته بجې د جنډولې ولسوالۍ اړوند (پینګ) سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوې پوستې د یاد غورځنګ د ځواکونو په یو بل برید کې هم یو پوځي وژل شوی دی.

سرچینې زیاته کړې ده چې، د یاد غورځنګ ځواکونو د شمالي وزیرستان، د میرعلي ولسوالۍ اړوند حسوخېل سیمه کې د «پُل» په نوم پر یوې پوستې هم برید کړی او عسکرو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version