له پکتیا څخه ځایي امنیتي سرچینو هندوکش‌غږ ته ویلي، چې دفاعي ځواکونو نن پنجشنبه د دغه ولایت ډنډپټان ولسوالۍ کې پر فرضي کرښه د پاکستاني رژیم له خوا غځول شوی ۱۰۰ متره اغزن تار راټول کړی دی.

سرچینې زیاتوي، چې د پوځي رژیم عسکر د افغان ځواکونو د عملیاتو له امله د خپلو یو شمېر پوستو تېښته کړې او دا مهال دفاعي ځواکونو پر فرضي کرښه بشپړ کنټرول لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version