په ۱۳۹۴ل کال کې د ریچست لایف سټایل په نوم بنسټ د آسیا د بې وزله هېوادونو ارزونه وکړه، په پایله کې یې افغانستان د نړۍ تر ټولو بې وزله هېواد وښود. دا یوازې هماغه کال نه و، بلکې تر دې وړاندې او وروسته هم، هر کال د افغانستان نوم د نړۍ د بې وزله هېوادونو په لېست کې ځای درلود.
د نړيوال بانک د احصائیوي راپور له مخې په ۲۰۱۱ – ۲۰۱۲م کلونو کې ۳۵.۸ سلنه وګړو د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کاوه، خو په ۲۰۱۳ – ۲۰۱۴م کلونو کې دا شمېره ۳۹.۱ سلنې ته لوړه شوه. دا حالت لا پسې خراب شو او د ۲۰۱۶ – ۲۰۱۷م کلونو ترمنځ، دا کچه ۵۵ سلنې ته ورسېده، چې د ۲۰۱۱ – ۲۰۱۲م کلونو په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښیي.
په ۲۰۱۹م کال کې هم د افغانستان د بې وزلۍ حالت د اندېښنې وړ و، تر دې چې د راپورونو له مخې شاوخوا ۱۹ میلیونه افغانانو د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کاوه.
پوښتنه دا ده چې ولې افغانستان سره له دې چې پراخې طبیعي زیرمې او کانونه لري، بیا هم د نړۍ له بې وزله هېوادونو څخه ګڼل کېږي؟ ولې هر کال افغانان له اقتصادي رکود او د بې وزلۍ له ډېرښت سره مخامخ کېږي؟ دا هغه مسایل دي چې په دې لیکنه کې به ورته ځواب ووایو.
په افغانستان کې د بې وزلۍ د ډېرښت ځینې مهم لاملونه:
کورنۍ جګړې: په افغانستان کې د فقر د پراخېدو یو مهم لامل اوږدې کورنۍ جګړې دي. دا جګړې چې یوازې د څو جنګ سالارانو د شخصي ګټو لپاره روانې وې، د زرګونه افغانانو ژوند یې واخیست او د هېواد اقتصادي بنسټونه یې ویجاړ کړل. نه یوازې پانګونې راټیټې او پانګوالو ته یې د فعالیت زمینه له منځه یووړه، بلکې پانګې له هېواد څخه ووتې او بې کاري ډیره شوه.
د حکومتي مسؤلینو بې کفایتي: د حکومتونو کمزوری مدیریت او د مسؤلینو بې کفایتي هم د بې وزلۍ د ډېرېدو یو اساسي لامل و. د جمهوریت د وخت چارواکو له لویو مسؤلیتونو سره، سره د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د ټولنې بېلابېلو قشرونو ته د کار پیدا کولو لپاره هیڅ عملي ګامونه پورته نه کړل.
د نړۍوالو مرستو کمېدل: دا چې د کابل اجیرې ادارې تر لوړې کچې په بهرنیو مرستو تکیه کوله، په ۲۰۱۴م کال کې کله چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه په وتلو شول، ورپسې د نړۍوالو مرستو کمېدو اقتصادي ناورین لا پسې ژور شو، د هېواد اقتصادي سرچینې یې له بې ساري اقتصادي رکود سره مخ کړې او د فقر ګراف له اندازې زیات ورسره لوړ شو.
پراخ مالي فساد: د حکومتي چارواکو ترمنځ ژور فساد هم په افغانستان کې د بې وزلۍ یو له مهمو عواملو څخه و. سره له دې چې نړۍوالو میلیاردونه ډالر مرستې وکړې؛ خو دا پیسې د جګړه مارانو، تش په نوم رهبرانو، چارواکو او پر واک د مینو څو سیاستوالو جیبونو ته تللې.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وړاندې افغانستان په کلنۍ توګه ۸.۵ میلیارد ډالر تر لاسه کول، چې ۷۵ سلنه عمومي لګښتونه یې پوره کول، پر دې سربېره، د دې نیمه برخه لښګتونه د بهرنیانو د نظامي او امنیتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره وو.
د سرتاسري امنیت نشتوالی: د امنیت نه شتون چې له جمهوریت سره تړلې خبره وه، په هغه وخت کې د بې وزلۍ د زیاتوالي یو بل لوی اساسي لامل و. د نا امنۍ له امله ډېره برخه سوداګر او پانګه وال، د ځان او کورنۍ د خوندیتوب لپاره له افغانستان څخه ووتل، چې د پانګې له وتلو سره بې کاري هم په بې سارې توګه لوړه شوه.
په افغانستان کې د بې وزلۍ منفي پایلې:
د نا امنۍ زیاتوالی: د شل کلن اشغال پر مهال، له بې وزلۍ رامنځ ته شوې نا امنۍ زرګونه افغانان قرباني کړل. بېوزلي دومره ډیره شوې وه چې خلکو به یوازې د یوه موبایل لپاره چې ارزښت یې ۵۰۰۰ افغانۍ و، نور انسانان وژل.
د کډوالۍ زیاتوالی: د کابل د اجیرې ادارې د واکمنۍ پر مهال د بې وزلۍ یوه بله لویه منفي پایله، د زرګونه افغانانو بېکوره کېدل او مهاجرت و. ډېر خلک د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره مجبور شول چې خپل ټاټوبی پرېږدي او کلونه، حتی لسیزې، له کورنۍ، خپلو او خپلوانو لیرې په هجرت کې تېر کړي.
د بې سوادۍ ډېرښت: د خراب اقتصادي وضعیت له امله، ډېرو کورنیو خپل ماشومان له ښوونځيو او مدارسو څخه وایستل او هغوی یې د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره کار کولو ته اړ کړل. دې چارې د بېسوادۍ کچه لوړه او ټولنه یې نوره هم د ناپوهۍ کندې ته ورټېل وهله.
له هغه وروسته چې اوسنی سرپرست حکومت پر افغانستان حاکم شو، د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره یو لړ مهم اقدامات، لکه د بنسټیزو پروژو پلي کول (د قوش تیپې کانال او د ټاپي پروژه)، د سوداګریزو اړیکو پراخول (له روسیې، چین او ایران سره)، د داخلي زېرمو مدیریت (د کانونو او نفتو استخراج) ترسره شول. که څه هم دا اقدامات په لنډه موده کې ترسره شوي، خو بیا یې هم د پام وړ پایلې درلودلې دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.