
سي این این امريکايي رسنۍ د خپلو باخبره استخباراتي سرچینو له قوله ويلي، چین چمتووالی نیسي چې په راتلونکو څو اوونیو کې ایران ته د هوايي دفاع نوي پرمختللي سیستمونه وسپاري.
په ورته مهال له سيايناين سربېره ګڼو نورو نړيوالو رسنيو هم په دې اړه بېلابېل راپورونه خپاره کړي دي.
بل خوا، په واشنګټن کې د چین د سفارت ویاند دا معلومات په کلکه رد کړي او ویلي یې دي چې دا خبره رښتیا نه ده او چین د جګړې هیڅ لوري ته وسلې نه دي ورکړې.

