صهیونیستي رژیم لپاره د چین سفارت تایوان ته د دغه رژیم د پارلماني پلاوي سفر په کلکو ټکو غندلی او دا یې د «یو چین» اصل ښکاره سرغړونه بللې ده.

د راپورونو له مخې، د صهیونیستي «یش عتید» ګوند یو پلاوی تایوان ته تللی او هلته یې د تایوان له مشر لای چینګ‌ته سره لیدلي دي.

د چین سفارت دغه سفر «پاروونکی عمل» بللی او ویلي یې دي چې دا به د چین-صهیونیستي رژیم سیاسي اړیکو ته جدي زیان ورسوي.

چینایي سفارت وړاندې د تایوان موضوع د چین لپاره «سره کرښه» بللې او صهیونیستي رژیم ته یې خبرداری ورکړی، چې باید له ټاکل شویو حدودو وا نه وړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version