د فرانسې د بېړۍ چلونې نړیوال شرکت (CMA CGM) ویلي، چې تېره ورځ یې یوه کانټینري بېړۍ له هرمز تنګي د تېرېدو پرمهال په نښه شوې ده.
راپورونه وایي، دې پېښه کې د کښتۍ یو شمېر عمله ټپیان شوي، خو د ټپيانو د شمېر په اړه جزئیات نهدي ورکړل شوي.
هرمز تنګی له مهمو نړیوالو سوداګریزو لارو څخه شمېرل کېږي، چې دا مهال د ایران له خوا د هر ډول کښتیو پر مخ تړل شوی دی.
