Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ډيپلوماټ ورځپاڼه: د افغانستان او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې
    افغانستان

    ډيپلوماټ ورځپاڼه: د افغانستان او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې

    صابر افغانصابر افغان11 اکتوبر 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ډېپلوماټ ورځپاڼې د یوه مطلب په خپرولو سره ویلي، چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د افغانستان او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ کچه د پام وړ لوړه شوې ده.

    یادې ورځپاڼې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له قوله ویلي، چې روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې اروپا ته د افغانستان صادراتو کچه ۱۷ میلونه ډالره او د وارداتو هغه تر ۱۴۳ میلیونو ډالرو پورې رسېدلې ده.

    په خپور شوي مطلب کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسؤلینو له قوله ویل شوي چې د ټرانزیټي اسانتیاوو، سوداګریزو ویزو او د صادراتي محصولاتو د معیارونو د نشتوالي سره سره، د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ سوداګریزې اړیکې په تدریجي ډول پراخېږي.

    یادې خونې ویلي چې په اروپایي بازارونو کې د افغاني توکو تقاضا لوړه ده، خو افغانستان اړتیا لري له هغو هېوادونو سره دوه اړخیز تړونونه وکړي چې اروپایي ټولنې ته د تګ مسیر جوړوي، په ځانګړي ډول د لاجوردو دهلېز چې په ۲۰۱۸ کال کې پرانیستل شوی.

    د لاجوردو دهلیز افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې له لارې له اروپا سره نښلوي.

    د اروپایي کمیسیون د معلوماتو له مخې، د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د سوداګرۍ کچه په ۲۰۲۳ کال کې ۱۴۸ میلیونه یورو وه او بیا په ۲۰۲۴ کال کې ۳۰۲ میلیونه یورو ته لوړه شوه.

    د مطلب په پای کې راغلي چې د افغانستان اقتصاد له ننګونو سربېره نسبي پرمختګ لرلی دی.

    مخکینۍ مقالهد روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین: روسیه د نویو اټومي وسلو د جوړولو په حال کې ده
    راتلونکي مقاله شمالي کوريا خپل تر ټولو پیاوړی اټومي توغندی نندارې ته وړاندې کړ

    مربوطه لیکنې

    د وحدت ګوند مشر او د مقاومت جبهې د رهبرۍ غړی، محمد محقق: د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د پاکستان دولت او ولس ته صمیمانه مبارکي وايم او دې هېواد ته د سولې او ثبات هيله لرم

    14 اگست 2026

    افغانستان او ایران د اقتصادي اړیکو د پراختیا پر نویو فرصتونو خبرې کړي

    13 اگست 2026

    د ایران د کرنې وزیر په کابل کې د کرنیزو محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه لیدنه کړې

    13 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 15 اگست 2026

    د زمري ۲۴مه د سرتاسري امنیت او ثبات پيلامه

    د انساني ټولنو د بقاء او ارامۍ تر ټولو لومړۍ او اړینه غوښتنه د سرتاسري…

    د اسد ۲۴مه؛ د اصيلو ارزښتونو او ملي هويت د بیا احیاء ورځ

    14 اگست 2026

    د زمري ۲۴مه؛ د اشغال د پای او نوي پړاو د پیل ورځ

    14 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د زمري ۲۴مه د سرتاسري امنیت او ثبات پيلامه

    15 اگست 2026

    د اسد ۲۴مه؛ د اصيلو ارزښتونو او ملي هويت د بیا احیاء ورځ

    14 اگست 2026

    د زمري ۲۴مه؛ د اشغال د پای او نوي پړاو د پیل ورځ

    14 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،124 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،242 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.