Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کاااش غربیان د افواهاتو په خپرولو او دروغجنو تبلیغاتو شرمېدلی!
    افغانستان

    کاااش غربیان د افواهاتو په خپرولو او دروغجنو تبلیغاتو شرمېدلی!

    عمران آغاعمران آغا24 جون 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: منصور أحرار

    افغانستان کاملاً یو اسلامي هېواد دی، اوس پرې مسلمان او اسلامپال وګړي حاکم دي، دلته د اسلام د احکامو مطابق ژوند تېرېږي، هېڅ وګړی خودسرانه کړنې نشي ترسره کولای او نه هم څوک چاته جنسي اذیت رسولی شي.

    بالفرض که چا ته د څو تنو بې لارو څخه جنسي اذیت ورسېږي، نو فوراً د افغان مسلمان امنیتي ځواکونو له لورې نیول کېږي، امنیتي او قضایي اورګانونو ته سپارل کېږي؛ هغوی ورته د اسلامي احکامو مطابق سزاء ورکوي، له دې څخه هېڅ وګړی سرغړونه نشي کولای، بلکې دلته په افغانستان کې پر مجرم خامخا شرعي قانون پلی کېږي.

    خو دا چې نن د غرب له لوري، مونږ ته فرمایشات راکول کېږي، دا په هېڅ صورت افغان ولس او افغان مسلمان حکومت ته د منلو وړ نه ده، هغه غربیان چې هره ورځ پکې د جنسي زورنو اړوند بې شمېره راپورونه ثبت او راجستر کېږي، هغه غربیان چې د اسلامي احکامو سره سره یې خپل احکام هم تر پښو لاندې کېږي؛ ایا دا د دوی لپاره د شرم خبره نه ده چې خپل ځان یې هېر دی او مونږ ته متوجه دي؟!

    غربیان چې پر افغانستان او افغانانو تهمت لګوي او داسې بې بنسټه ادعا کوي چې: “په افغانستان کې د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو جنسي تېري کېږي” کاملاً له دروغو ډک راپور دی، او څرګنده معلومېږي چې د دا ډول بې بنسټه راپورونو په خپرولو سره خپله پخوانۍ دښمني پالي (هغه دښمني چې اسلام او کفر یې له پخوا سره لري او دا دښمني به د قیامت تر ورځې ختمه نه شي).

    که چېرته دوی خپله دښمني او تعصب نه پاللی نو بیا ولې پر دې خبرو چوپه خوله دي چې: (په امریکا کې له هرو دریو ښځو یوه یې جنسي تېری او تاوتریخوالی تجربه کوي؛ نور دیموکراتیک دولتونه هم ورته وضعیت لري)، په دې اړه چاته سزاء ورکړل شوه او څوک یې په جرم ونیول شول؟ شرم وکړئ، تاسو هم مونږ ته د بې بنسټه او له دروغو ډکو راپورونو خپرولو په اساس د جنسي زورونو پېغورونه راکوئ، حال دا چې خپله تر ستوني پکې غرق یاست.

    هېوادونه او سازمانونه بايد اجازه ور نه‌ کړي چې د دوی له ادرسه مغرض اشخاص د اسلام مبارک دين يا احکامو، او یا د افغان ولس په اړه غير مسؤولانه، پاروونکې او بې بنسټه څرګندونې او افواهات خپاره کړي.

    دلته په افغانستان کې چې د اسلامي احکامو څخه څوک سرغړونه وکړي، یا یو بل جرم وکړي، نو چې د امنيتي او قضایي اورګانونو له لوري سزاء ورکړل کېږي، د دوی د ملګرو ملتونو دفتر به وليکي: “افغانستان کې چې پر عام محضر نارينه او ښځينه وو ته کومې بدني سزاګانې ورکول کېږي ملګري ملتونه يې په کلکه مخالفت کوي او دا د نړۍوال منشور پر خلاف بولي”.

    د افغانستان اوسنی قضايي سيستم تر پخوا ډېر زيات شفاف او منظم دی او هڅې روانې دي چې نور هم شفاف او منظم شي؛ په دې اساس نو دلته چې کومې فيصلې کېږي بې له شکه چې پوره نظم او شفافيت به پکې وي، خو بل لور ته بيا زموږ لپاره تر ټولو زياته خواشينونکې خبره دا ده چې د يوناما په راپور کې له څرګندو ټکو سره پر سنګسار، درو وهلو او نورو بدني سزاګانو نيوکه کېږي او دا يې له نړۍوال منشوره د افغانستان څرګند مخالفت ښودلی وي.

    مطلب دا چې د هغوی اعتراض يواځې پر قضايي سيستم او يا د شفافيت پر نشتوالي نه دی، بلکې په لنډو او څرګندو ټکو وايي چې بدني سزاګانې له نړۍوال منشور سره په ټکر کې دي.

    د دې معنا دا شوه چې قضايي ادارې او محاکم که هر څومره شفافيت ولري، نړۍوالې ټولنې ته دغه ډول سزاګانې د منلو او زغملو نه دي؛ د ملګرو ملتونو دغه شان اعلاميې له شک پرته له اسلامي احکامو او لارښوونو سره ښکاره مخالفت لري.

    نتيجه دا شوه چې د ملګرو ملتونو په اعلاميو او منشوراتو کې د نړۍ دوو ميلياردو مسلمانانو عقايدو او باورونو ته هېڅ ارزښت نه ورکول کېږي، په دې ډول واضحه شوه چې کله د نړۍ پرمخ دريمې برخې انسانان په هېڅ نه شمېرل کېږي او د هغوی افکارو او نظرياتو ته څه پاملرنه نه کېږي نو بې له شکه ياده ټولنه بيا د نړۍ د ګردو ملتونو استازولي هم نه شي کولی.

    د دوی له دريځ څخه په څرګنده معلومېږي چې فقط د څو ځواکمنو زور واکو د ګټو ساتونکې اداره ده؛ بيا نو هغې ته نړۍواله ټولنه او د ټولو ملتونو د استازولۍ نوم ورکول هم ناحقه دي.

    بل لور ته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ظلم او وحشت داسې کړنې هم ترسره کېږي، چې د ګرد بشريت لپاره د شرم او بدرنګۍ لامل ګرځي، حتی په کفري ملکونو کې هره ورځ جنسي زورونې کېږي، خلکو ته قسماقسم تکلیفونه او مشکلات رسېږي، خو ياده ټولنه بيا هم چوپه خوله پاتې وي.

    خو مونږ مخکې وویل چې دوی اصلاً د مسلمانانو او افغانانو سره نور مشکلات لري، دوی غواړي په داسې دروغجنو خبرو سره د اسلام او مسلمانانو رنګ بد کړي، دوی غواړي خپله پخوانۍ دښمني او تعصب وپالي، خو دا د شکر ځای دی چې افغان مسلمان ملت ورته بیداره دی، د دوی په داسې افواهاتو او غولوونکو خبرو نه تېروځي.

    مخکینۍ مقالهد غزې په جګړه ۲۱ زره ماشومان نا درکه شوې دي.
    راتلونکي مقاله د دوحې ناسته او د خوشبینیو غبرګونونه.

    مربوطه لیکنې

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    31 مې 2025

    ‏د جوزجان ولایت د یتیم تاق سیمې د ګازو د دریو څاګانو د کیندنې تړون لاسلیک شو

    31 مې 2025

    ننګرهار کې د دوه کورنیو ترمنځ سل کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

    31 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 31 مې 2025

    پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ تنه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

    د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی چې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې تړانګې…

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې راپور؛ تېره میاشت مو په ۶۳ بریدونو کې ۸۲۸ امنیتي سرتېري وژلي

    31 مې 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    31 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ تنه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

    31 مې 2025

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې راپور؛ تېره میاشت مو په ۶۳ بریدونو کې ۸۲۸ امنیتي سرتېري وژلي

    31 مې 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    31 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،940 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.