دي افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل امنيه قومندانۍ منسوبينو د کابل ښار په ۱۷مه امنيتي حوزه کې د تواب په نوم یو ۱۰ کلن ماشوم چې څلور کاله وړاندې د کابل ښار په يوولسمه حوزه کې له خپلې کورنۍ نادرکه شوی و، پیدا او خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.

د ماشوم تره خلیل وحیدي وایي، د جمهوریت پر مهال یې وراره ورک شوی و او د دوی تمې ختمې شوې وې، چې ودې موندل شي.

د ده په وینا؛ پلار یې ایران دی او د زوی موندل کېدو خبر اورېدو سره له خوښۍ ضعف وکړ.

وحیدي له پولیسو مننه کړې د څلورو کلونو مخکې ورک شوی واره یې ورته بېرته پیدا کړ.

همدارنگه د کورنیو چارو وزارت ویلي، په هرات کې پولیس توانېدلي چې یو ځوان د انسان تښوونکو له منگولو ازاد کړي او دوه انسان تښتوونکي یې هم نیولي دي.

یاد وزارت ویلي، انسان تښتوونکو د یاد کس له کورنۍ د ډېرو پیسو غوښتنه کوله، چې پولیسو پر وخت ونیول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version