ځایي سرچینې وایي، افغان ځواکونو د کونړ منورې ولسوالۍ د «ټمبکو سر» سیمه کې د پاکستاني ملېشو د ټانک پر پوستې ځوابي بریدونه کړي دي.

د سرچینو په وینا، دغو بریدونو کې لېزري وسلې، ډرون الوتکې او هاوانونه کارول شوي دي.

سرچینو پاکستاني ملېشو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه‌دي ويلي.

د یادونې ده، چې د افغان ځواکونو له خوا نن سهار د کونړ ولایت دانګام ولسوالۍ کې هم پر فرضي کرښه د پاکستاني ملېشو پر یوې پوستې ځوابي بریدونه شوي دي.

ویل شوي، له یادو پوستو د ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړه ته په پرتو سیمو د درنو وسلو ډزې کېدې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version