د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین په لومړیو ورځو کې، د سرپرست حکومت مخالفین د مقاومت جبهې، آزادۍ جبهې او نورو ډلو فراري مشران د ټرمپ په ټاکنیزو شعارونو کې ډوب شوي وو او د هغه له بریا وروسته ورځو لپاره یې خیالونه پالل.

په دې موده کې یې ګڼې ناستې او غونډې وکړې او د ټرمپ له احتمالي حکومت څخه یې ډېرې غوښتنې وکړې. دې بدنامو څهرو هیله درلوده چې په امریکا کې به د حکومت په بدلون سره د افغانستان په اړه د دې هېواد سیاست هم بدل شي او د اسلامي امارت د خیالي مخالفو جبهو مالي او پوځي ملاتړ به زیات شي.

د دې جریانونو مشرانو هڅه وکړه چې ټرمپ ته له نږدې سیاستوالو سره د اړیکو په ټینګولو سره، د افغانستان په اړه د امریکا په راتلونکو سیاستونو کې ځای پیدا کړي. ځینې یې آن امریکا ته ولاړل او په غیر رسمي غونډو کې یې له پخوانیو چارواکو او د جمهوري غوښتونکو ګوند له اغېزناکو څهرو سره وکتل.

خو د وخت په تېرېدو او د ټرمپ د دریځونو په روښانه کېدو سره، ډېری دا هیلې له منځه ولاړې او د افغانستان د مسایلو په اړه د ټرمپ د چوپتیا په دوام سره، د دې فراریانو ټولې شومې نقشې په اوبو لاهو شوې.

په افغانستان کې د امریکايي بندیانو د نیولو له امله د طالبانو پر لوړ پوړو مشرانو د ستر انعام ټاکلو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو څرګندونو، یو ځل بیا د سرپرست حکومت د مخالفینو په تورو او تیارو زړونو کې هیلې را ژوندۍ کړې وې. دوی ګومان کاوه چې ښايي د طالبانو او امریکا ترمنځ ناندرۍ رامنځ ته شي.

روبیو په خپل رسمي «ایکس» اکاونټ کې ولیکل: «زه تازه خبر شوم چې طالبانو د راپورونو په پرتله ډېر امریکایان یرغمل کړي دي. که دا سمه وي، موږ به اړ شو چې سمدستي د دوی لوړ پوړو مشرانو ته خورا لوی انعام وټاکو؛ ښایي آن تر هغه لوی وي چې د بن لادن لپاره ټاکل شوی و.»

خو په وروستیو ورځو کې، افغانستان ته د امریکا د رسمي پلاوي په لومړي سفر کې چې د بندیانو په چارو کې د ټرمپ ځانګړی استازی ادم بویلر او د افغانستان په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد ورسره مل وو، د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اترو د یوې کړکۍ په پرانیستل کېدو سره، د اسلامي امارت په اړه د امریکا د ولسمشر له اصلي دریځ څخه پرده پورته شوه. په پایله کې آن د جمهوریت فراریانو ته هم څرګنده شوه چې ټرمپ له طالبانو سره د تعامل او مذاکراتو لار خپله کړې ده.

په دې ناسته کې، د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ادم بویلر، د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو د آزادۍ په برخه کې پرمختګونه د باور جوړونې په برخه کې یو اغېزناک ګام وباله. هغه دغه راز د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه او د امنیت ټینګښت کې د افغانستان د اسلامي امارت اقدامات د ستاینې وړ وبلل.

بویلر د دوه اړخیزو خبرو اترو پر دوام ټینګار وکړ او د مذاکراتو له لارې د اړیکو پیاوړتیا یې یوه حیاتي اړتیا وبلله. هغه زیاته کړې چې د افغانستان او امریکا تاریخي اړیکې تل له ننګونو سره مل وې، خو اوس باید اصلي تمرکز پر راتلونکي وي.

افغانستان ته د دې لوړ پوړي امریکايي پلاوي سفر پخپله د جمهوریت د بدنامو فراریانو د ناهیلۍ لامل شو، خو د سرپرست حکومت د مخالفینو پر هیلو وروستی مېخ هغه مهال ټکوهل شو چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په یوه خبري ناسته کې دې سفر ته په اشارې سره وویل، چې متحده ایالات به د خپلو ملي ګټو د ساتنې لپاره له طالبانو سره تعامل وکړي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version