Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»کابل ته د تاجکستان د اپوزېسیون مشر سفر؛ له افغانستان سره ناسمې اړیکې او په تاجکستان کې دننه ناخوالې د امام علي رحمان شخصي پالیسي ده
    راز

    کابل ته د تاجکستان د اپوزېسیون مشر سفر؛ له افغانستان سره ناسمې اړیکې او په تاجکستان کې دننه ناخوالې د امام علي رحمان شخصي پالیسي ده

    صابر افغانصابر افغان1 مې 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د تاجکستان د اوسني رژیم د مخالف ګوند «د تاجکستان د اصلاح او پراختیا غورځنګ» مشر شرف‌الدین ګادویف مشر چې کابل ته په څو ورځني سفر راغلی، وايي چې د امام علي رحمان تر مشرۍ لاندې د تاجکستان اوسنی رژیم هم په کور دننه د ټولو ناخوالو او هم د افغانستان په ګډون له نورو ګاونډیانو سره د ناسمو او ترینګلو اړیکو مسئول دی.

    نوموړي چې کابل ته د یوه نادولتي بنسټ په رسمي بلنه سفر کړی، زیاتوي چې د هېواد د اوسني رژیم او رهبرۍ د ناسمې او ظالمانه رژیم د پالیسۍ له کبله دغه هېواد او تاجکستاني اتباع له جدي ګواښ سره مخ دي، بې‌کارۍ، قانون‌ماتونې، د فرصتونو نشتوالي او سیاسي ځورونې د یاد هېواد زرګونه ځوانان دې ته اړ کړي، چې د داعش غېږې ته لاړ شي. د ګادویف په خبره: «د ولسمشر امام‌علي رحمان د رژیم استبدادي سیاستونه؛ چې پکې د سیاسي اپوزیسیون له منځه وړل، د مخالفینو فزیکي له‌منځه وړل، عام وژنې، ظالمانه نیونې او وېرې اچول شامل دي، د افراطي نظریاتو د خپراوي لپاره حاصلخېزه فضا رامنځته کړې ده.»

    نوموړي همدا راز افغانستان خپل مهم او د باور وړ ګاونډی بللی، او زیاته کړې یې ده چې په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره اوسنی ناوړه چلند او دغه راز له افغان دولت سره د تاجکستان د اوسني رژیم ناسم تعامل، د تاجکستان د خلکو نه، بلکې یواځې د امام علي رحمان او د ده رژیم شخصي پالیسي ده. هغه ټینګار کړی، چې ملت یې له افغانستان او افغانانو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او دوی هڅه کوي چې په دې برخه کې د تاجکستان د اوسني رژیم پالیسي وننګوي.

    مخکینۍ مقالهله بغاوت کوونکو سره د مبارزې لارې چارې
    راتلونکي مقاله له هند سره د پاکستان کړکېچ؛ د ISI مشر به تر دې وروسته دوې دندې پر مخ وړي

    مربوطه لیکنې

    پاکستانی پوځ په اسرائیلي جنایتکاره جامه کې

    26 فبروري 2026

    پاکستانی پوځ په اسرائيلي جنایتکاره جامه کې

    26 فبروري 2026

    د اکرام الدین سریع د قتل پټ او نا‌څرګند حقایق؛ ولې او څنګه ووژل شو؟

    30 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 9 مارچ 2026

    د افغان حکومت مخالفین د دښمن ژرندې ته اوبه ورکوي

    جګړه په خپله ذات کې ښه نه ده، خو کله چې د هېواد پر ارضي…

    د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد په عادي ډول روان دی

    9 مارچ 2026

    واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د استخباراتي ادارو يوه تحلیلي ارزونه خپره کړې، چې پکې ویل شوي، چې پوځي فشار او حتا پراخ پوځي بریدونه هم په ایران کې د سیاسي نظام د بدلون لپاره کافي نه ګڼل کېږي.

    9 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د افغان حکومت مخالفین د دښمن ژرندې ته اوبه ورکوي

    9 مارچ 2026

    د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد په عادي ډول روان دی

    9 مارچ 2026

    واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د استخباراتي ادارو يوه تحلیلي ارزونه خپره کړې، چې پکې ویل شوي، چې پوځي فشار او حتا پراخ پوځي بریدونه هم په ایران کې د سیاسي نظام د بدلون لپاره کافي نه ګڼل کېږي.

    9 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،118 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،067 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،134 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.