Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»کابل ته د تاجکستان د اپوزېسیون مشر سفر؛ له افغانستان سره ناسمې اړیکې او په تاجکستان کې دننه ناخوالې د امام علي رحمان شخصي پالیسي ده
    راز

    کابل ته د تاجکستان د اپوزېسیون مشر سفر؛ له افغانستان سره ناسمې اړیکې او په تاجکستان کې دننه ناخوالې د امام علي رحمان شخصي پالیسي ده

    صابر افغانصابر افغان1 مې 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د تاجکستان د اوسني رژیم د مخالف ګوند «د تاجکستان د اصلاح او پراختیا غورځنګ» مشر شرف‌الدین ګادویف مشر چې کابل ته په څو ورځني سفر راغلی، وايي چې د امام علي رحمان تر مشرۍ لاندې د تاجکستان اوسنی رژیم هم په کور دننه د ټولو ناخوالو او هم د افغانستان په ګډون له نورو ګاونډیانو سره د ناسمو او ترینګلو اړیکو مسئول دی.

    نوموړي چې کابل ته د یوه نادولتي بنسټ په رسمي بلنه سفر کړی، زیاتوي چې د هېواد د اوسني رژیم او رهبرۍ د ناسمې او ظالمانه رژیم د پالیسۍ له کبله دغه هېواد او تاجکستاني اتباع له جدي ګواښ سره مخ دي، بې‌کارۍ، قانون‌ماتونې، د فرصتونو نشتوالي او سیاسي ځورونې د یاد هېواد زرګونه ځوانان دې ته اړ کړي، چې د داعش غېږې ته لاړ شي. د ګادویف په خبره: «د ولسمشر امام‌علي رحمان د رژیم استبدادي سیاستونه؛ چې پکې د سیاسي اپوزیسیون له منځه وړل، د مخالفینو فزیکي له‌منځه وړل، عام وژنې، ظالمانه نیونې او وېرې اچول شامل دي، د افراطي نظریاتو د خپراوي لپاره حاصلخېزه فضا رامنځته کړې ده.»

    نوموړي همدا راز افغانستان خپل مهم او د باور وړ ګاونډی بللی، او زیاته کړې یې ده چې په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره اوسنی ناوړه چلند او دغه راز له افغان دولت سره د تاجکستان د اوسني رژیم ناسم تعامل، د تاجکستان د خلکو نه، بلکې یواځې د امام علي رحمان او د ده رژیم شخصي پالیسي ده. هغه ټینګار کړی، چې ملت یې له افغانستان او افغانانو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او دوی هڅه کوي چې په دې برخه کې د تاجکستان د اوسني رژیم پالیسي وننګوي.

    مخکینۍ مقالهله بغاوت کوونکو سره د مبارزې لارې چارې
    راتلونکي مقاله له هند سره د پاکستان کړکېچ؛ د ISI مشر به تر دې وروسته دوې دندې پر مخ وړي

    مربوطه لیکنې

    د خاصو کړيو لخوا له مقاومت شوری څخه د الماس زاهد د اخراجولو او د نوموړي پر ځای د امان الله ګذر په توسط په کوهدامن کې د نفوذ پراخولو هڅې

    27 اگست 2026

    عطامحمد نور له پاکستانه تر ناهیلۍ وروسته د احمد مسعود او یاسین ضیا جبهې «نیابتي ملیشې» وبللې

    29 جولای 2026

    پاکستانی پوځ په اسرائیلي جنایتکاره جامه کې

    26 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    د خبرونو سرټکي 5 سپتمبر 2026

    د نن شنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ١٤ مه.#هندوکش‌غږ

    مولوي امیر خان متقي او زلمي خلیلزاد د افغانستان او امریکا د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړي

    5 سپتمبر 2026

    د سعودي عربستان دلتا نړيوال شرکت سره د افغانستان د نفتو پر استخراج او اکتشاف خبرې شوي

    5 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن شنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ١٤ مه.#هندوکش‌غږ

    5 سپتمبر 2026

    مولوي امیر خان متقي او زلمي خلیلزاد د افغانستان او امریکا د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړي

    5 سپتمبر 2026

    د سعودي عربستان دلتا نړيوال شرکت سره د افغانستان د نفتو پر استخراج او اکتشاف خبرې شوي

    5 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،254 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.