د ټولګټو چارو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس وایی، چې کابل–جلال‌اباد لویه لار د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

نوموړی زیاتوي، چې یاده لویه لار له تېرې جمعې ورځي راهیسې د باران اورښت، سېلابونو راوتلو او غرښویېدنې له امله د تنګي غارو په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.

ښاغلي حق‌شناس له موټرچلوونکو څخه غوښتي چې پر یاد مسیر د سفر پر مهال له بشپړ احتیاط څخه کار واخلي او د مؤظفو ټیمونو لارښوونو ته په جدي ډول پاملرنه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version