د کابل ښاروالۍ وايي، د اوولسمې ناحیې اړوند سیمې اوسېدونکو ته یې پرله‌پسې خبر ورکړی، چې د سړک غاړې په‌خپله پاکې کړي، خو اوس دوی یادې چارې ته اوږه ورکړې ده.

د کابل ښاروالۍ د استملاک رئیس عبدالمتین حنیف وايي، د اوولسمې ناحیې اړوند تهیه‌مسکن او سرای شمالي څلور لارو ترمنځ د غځېدلي سړک د فرعي لیکو کیڼ اړخ ته د پاتې استملاکي ملکیتونو د پاکولو او ویجاړولو چارې بیا ځلې پیل شوې.

د حنیف په خبره، د دې سړک په اوږدو کې (۷۰) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، مالکانو ته به یې د استملاک قانون له مخې بدیل حقونه ورکړل شي.: «کلونه وړاندې د دې سړک په اوږدو کې یو شمېر هټۍ او ملکیتونه په ناقانونه توگه جوړ شوي وو. د ماسټر پلان له مخې د یاد سړک جوړول د کابل ښاروالۍ لومړیتوب او د کابل ښاریانو پخوانۍ هیله ده.

دی وايي، د یاد سړک ښي لوري ته د (۴۰) مېلیونه افغانیو په لگښت د فرعي لیکې د جوړولو چارې د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري پیل شوې، چې دغه فرعي سړکونه دواړو خواوو ته (۹۰۰) متره اوږدوالی، (۱۴،۵) متره سور لري چې، له سور څخه یې (۶،۴) متره د موټرو د تگ راتگ او پاتې برخه یې د پلو لارو، گلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، تم‌ځایونو او ترافیکي نښو د جوړولو لپاره ځانگړې شوې ده.

د یو بل خبر له مخې، کابل ښاروالۍ د پینځمې ناحیې اړوند د خوشحال خان مېنې له سړکونو څخه د نامعیاري چمپونو پاکولو چارې پیل کړې دي.

د پینځمې ناحیې د ښاري پراختیا امر روح الله مومند وايي، د پاکو شوو معیاري چمپونو پر ځای په هغه سیمه کې چې اړتیا لیدل کېږي نوي او معیاري چمپونه جوړ شي.

د مومند په خبره، په یاده سیمه کې د نامعیاري جمپونو شتون د ترافیکي گڼه‌گوڼې د رامنځته کېدو، د سړکونو د ژر ویجاړېدو او بې‌نظمۍ لامل گرځېدلی وو، چې تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته یې د پاکولو په اړه اقدام وشو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version