د افغانستان د کانونو او پټرولیم چارسمبالی وزیر شهاب‌الدین دلاور د ټاپي پروژې د اجرائیوي رئیس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره لیدلي دي.

له کانونو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د ټاپي پروژې د پرمختگونو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.: «له ترکمنستان او نورو گاونډیو او د سیمې هېوادونو سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پراختیا د افغانستان اسلامي امارت د بهرنۍ تگلارې له لومړیتوبو څخه دي، د ټاپي پروژې تطبیق نه یوازې د افغانانو، بلکې د درې واړو هېوادونو په گټه دی او په افغانستان کې د پروژې د تطیبق پر وړاندې هېڅ خنډ نه‌شته.»

د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د ټاپي پروژې اجرائیوي رئیس ویلي، چې د پروژې د ټولو اړخونو د ښې همغږۍ په موخه به کاري ډلې جوړوي، څو کارونه چټک او لا هم ډېره همغږي رامنځته شي.:«د ټاپي پروژې پیلېدل به نړیوالې ټولنې ته دا څرگنده کړي چې په افغانستان کې د پانگونې او کار موندنې لپاره فرصتونه شته دي.»

د ټاپي ګازو پایپ‎لاین ۱۸۰۰کیلومتره واټن ولري، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته لیږدول کېږي.

د دې نل‎لیکې ۱۴۷کیلومتره به د ترکمنستان په خاوره کې او ۷۳۵ کیلومتره به یې افغانستان کې چې له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو تېرېږي او ترڅنګ یې ۸۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي له پاکستان څخه لېږدول کېږي.

افغانستان به د دې پروژې له لارې هر کال کابو ۵۰۰ېیلیون ډالره د ترانزیت او کله چې د ټاپي پروژه بشپړه شوه، نو تر لسو کلونو۵۰۰ مېلیونه مترمکعبه ګاز او تر شلو کلونو پورې به یو میلیارد مترمکعب گاز تر لاسه کوي.

د ټاپي د گازو د نل‌لیکې په وسیله به هر کال ۲۳مېلیارده مترمکعب گاز لېږدول کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version