د کابل ښاروالۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې، د دې ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست له لوري د کابل ښار درېیمې ناحیې اړوند له د همزنګ تر کوټي سنګي (میرویس میدان) پورې د سړک جوړولو او پراختیا په پروژه کې د بې کیفیته کار مخنیوی شوی او د یاد سړک هغه برخې چې د تخنیکي ستونزو له کبله یې درز پیدا کړی و، ویجاړې شوې دي.

د کابل ښاروالۍ د پروژو د تنظیم رئیس انجینیر میر رحمن ناصري په دې اړه ویلي چې، د یادې ستونزې د رامنځته کېدو دلیل په ساړه موسم کې د تدابیرو نه شتون دی، چې ویجاړې شوې برخې به یې بېرته په بنسټیز ډول ورغول شي.

ښاغلي ناصري د خبرو پر دوام ډاډ ورکړی چې، د سرک جوړونې پروژو څخه د کیفیت د تضمین په موخه څارنې کېږي او هیڅ‌چا ته به اجازه ورنه‌کړي تر څو د سرک جوړونې په پروژو کې غفلت وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version