Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کابل ښاروالۍ په سړک جوړونه کې د بې کيفيته کار مخه نيولې‏
    افغانستان

    کابل ښاروالۍ په سړک جوړونه کې د بې کيفيته کار مخه نيولې‏

    صابر افغانصابر افغان10 سپتمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    کابل ښاروالي په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې خبر ورکوي چې د ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر د سړک جوړونې له یو شمېر پروژو څخه د څارنې پر مهال پر قرادادي شرکتونو ټینګار کړی ترڅو خپل کارونه د تخنیکي سندونو او د کابل ښاروالۍ له خوا د چمتو شوي ډیزاین مطابق ترسره کړي.

    ‏خبرپاڼه کې راغلي چې د څارنې په لړ کې څرګنده شوه چې، د قراردادي شرکتونو له لوري د بادام باغ او له ده دانا څخه تر چهلستون پورې د سړکونو ځنې برخې په غیر معیاري او ټیټ کیفیت جوړې شوې دي چې، د ودانیزو چارو د مرستیال په لارښونه بېرته ویجاړې شوې او په معیاري توګه به بیا جوړې شي.‏

    همدارنګه خبرپاڼه زياتوي چې د ودانیزو چارو مرستیال قراردادي شرکتونو ته په ټینګار سره وویل چې، د کارونو په ترسره کولو کې سرغړونې د کابل ښاروالۍ مشرتابه او کابل ښاریانو ته د منلو وړ نه دي او دا موضوع په جدي توګه څارل کیږي.

    د نوموړي په وینا، د پروژو په کارونو کې د هر ډول سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي او کابل ښاروالۍ به له دوی سره خپل قراردادونه فسخ کړي.

    د خبرپاڼې پر بنسټ د يادې څارنې په ترڅ کې د ګل باغ سړک، له ده دانا څخه تر چهلستون پورې سړک، له پُل سوخته څخه تر پُل سرخ پورې سړک، د کمپنۍ- برچي سړک، د قرغې سړک، د کابل شمال- لوېدیځ لوی سړک، له امید سبزښارګوټي څخه تر عرفاني سړک او پر دوام یې تر قلعه قاضي پورې د سړک، او د بادام باغ سړک د جوړولو له چارو څخه څارنه شوې ده.

    خبرپاڼه زياتوي چې انجنیر عامر زمرک یاسر ټینګار وکړ چې، د سړک جوړولو کارونه باید په پوره رښتینولۍ، ایماندارۍ او له ناغیړۍ پرته ترسره شي او قراردادي شرکتونه مکلف دي ترڅو د سړک جوړونې پروژې ‏د ډیزاین له مخې، په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره د تخنیکي سندونو له مخې بشپړې کړي.

    مخکینۍ مقالهاحمد شاه مسعود؛ ملي اتل که د طبعي زېرمو لوټمار!
    راتلونکي مقاله غزه کې يو بل وحشي قتل عام؛ اسرائيلو هوايي برید کې له سلو ډېر فلسطينيان شهيدان او ټپيان کړي

    مربوطه لیکنې

    کابل ښار کې تر ځمکې لاندې ژورو ته د اوبو ترزیق مهمه پروژه عملي کېږي

    3 دسمبر 2025

    کابل کې د چین سفیر: پر چینایي اتباعو د برید عاملین غواړي د کابل او بیجېنګ اړیکې خرابې کړي

    3 دسمبر 2025

    سبا ورځ خوست کې په يوه قاتل د قصاص حکم پلی کېږي

    1 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 3 دسمبر 2025

    د القاعدې غورځنګ نصرة الاسلام والمسلمین څانګې تېره مياشت ۹۵ بريدونه ترسره کړي دي

    القاعدې غورځنګ د يوه انفوګرافيک په خپرولو سره ویلي، چې په افريقا کې د دې…

    کابل ښار کې تر ځمکې لاندې ژورو ته د اوبو ترزیق مهمه پروژه عملي کېږي

    3 دسمبر 2025

    پاکستاني طالبانو په یو لړ عملیاتو کې ۲۹ پاکستاني عسکر په هلاکت رسولي

    3 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د القاعدې غورځنګ نصرة الاسلام والمسلمین څانګې تېره مياشت ۹۵ بريدونه ترسره کړي دي

    3 دسمبر 2025

    کابل ښار کې تر ځمکې لاندې ژورو ته د اوبو ترزیق مهمه پروژه عملي کېږي

    3 دسمبر 2025

    پاکستاني طالبانو په یو لړ عملیاتو کې ۲۹ پاکستاني عسکر په هلاکت رسولي

    3 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،088 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،032 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،084 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.