Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»کابل ښاروالۍ ښار له غصب پاک او د ښار بڼه یې بدله کړې
    لیکني

    کابل ښاروالۍ ښار له غصب پاک او د ښار بڼه یې بدله کړې

    صابر افغانصابر افغان4 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    تقریبا هره ورځ په رسنیو کې د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو خبرېږو؛ د هغوی فعالیتونه د ستاینې وړ دي؛ هغوی په وروستیو دریو کلونو کې ټوله هڅه کړې چې په ښار کې د مخکنیو زورواکو له لوري غصب شوې ځمکې بیرته راوګرځوي؛ ډیرې هغې ودانۍ یې ویجاړې کړي چې په غیر قانوني او غصب شویو ځمکو کې جوړې شوې وې.

    څو ورځې وړاندې چې زه کابل ته تللی وم، نو ومې لیدل چې د ښار بڼه بدله شوې وه؛ ډیرې لارې چې مخکیني حکومت پر مهال بندې شوې وې، اوس بیرته د ترافیکو پر مخ خلاصې شوې دي؛ دغه راز، د ښار د سړکونو د پراختیا له پاره ډیر ګامونه اخیستل شوي وو.

    له دهمزنګ څلور لارې څخه تر میرویس میدان (کوټ سنګي) پورې د سړک د پراخولو چارې روانې وې؛ د یاد سړک د پراخولو له پاره د نورو مهمو ودانیو تر څنګ د لوړو زدکړو وزارت او کابل پوهنتون څه برخه هم ویجاړه او د سړک برخه شوې وه.

    د ښار د ښکلا له پاره یو شمېر څلور لارې په نوي شکل رغول شوي او ځینې نورې به راتلونکې ورغول شي.

    دغه راز، د نوې کارتې (کارت نو) د سړک د پراخولو چارې هم نږدې راتلونکې کې پیلیدونکې وې؛ خلکو ته خبر ورکړل شوی وو او خلکو خپل مالونه له هغه ځایه لرې کول چې سړک پرې تېریږي.

    دا دوه سیمې ما د بېلګې په ډول یادې کړې؛ له دې اخوا لسګونه نوي سړکونه یا جوړ شوي او یا پراخه شوي دي.

    د خیرخانې د نوي پراخه شوي سړک ویډیوګانې خو هره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.یو بل شی چې ما کابل کې ولید، هغه د کابل ښار د ځینو څلور لارو او واټونو د نومونو خپل اصلي حالت ته ورګرځول وو.

    د بېلګې په ډول د مسعود څلور لارې بیرته خپل مخکیني نوم د عامې روغتیا څلور لارې او د عبدالحق څلور لارې بیرته د مکروریانو څلور لارې ته بدلول و.

    د جمهوري دور په وخت کې په کابل کې د شر و فساد او نورو زورواکو له لوري ډیرې نارواوې وشوې چې له نیکه مرغه کابل ښاروالۍ یې اوس جبرانوي او کابل ښاریان د کابل ښاروالۍ له دغو کړنو ډیر راضي او خوشحاله ښکاري.

    کابل ښاروالۍ داسې کارونه کوي چې راتلونکي کې به بیا هیڅ زورواکی د دولتي ځمکو غصب او ناقانونه ودانیو جوړولو او سړکونو بندولو ته زړه ښه نه کړي؛ د کابل ښاروالۍ کړنې تاریخ سازه دي.

    دا هر څه د امارت د قاطعیت او د چا فرمایش ته غوږ نه نیولو له امله کیږي؛ په حکومتي چارو کې قاطعیت کول ډیر مهم دي او د امارت ډیر مخالفین هم د امارت په دغه کار اقرار کوي او مني یې.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپه منځني ختیځ کې روان کړکېچ او له شته ناخوالو د وتلو لار!
    راتلونکي مقاله ایا ایران به د شهید اسماعیل هنیه غچ واخلي؟

    مربوطه لیکنې

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 جولای 2025

    امنیتي ځواکونو ننګرهار کې نهه تنه د نشه‌یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي

    ‏د ننګرهار امنیه قومندانۍ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، د یو لړ…

    تېره مياشت له هېواده د څه باندې ۶۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

    21 جولای 2025

    د اسلامي نړۍ د پیوستون شوری رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امنیتي ځواکونو ننګرهار کې نهه تنه د نشه‌یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي

    21 جولای 2025

    تېره مياشت له هېواده د څه باندې ۶۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

    21 جولای 2025

    د اسلامي نړۍ د پیوستون شوری رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.