‏د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر ویلي، چې کابل ښاروالۍ په ۱۴۰۴ کال کې د ۸.۱ میلیارد افغانیو په لګښت ۲۵۸ پراختیايي پروژې پلي کړي.

ښاغلي یاسر دغه څرګندونې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د کارګر نړیوالې ورځې نمانځ‌غونډه کې کړي او زیاته کړې یې ده، چې د یاد پروژو ډېره برخه ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د نوموړي په وینا، یادې پروژې د سړک جوړونې، تنظیف، سرسبزۍ، ښاري پراختیا او په بېلابېلو نورو برخو کې پلې شوې دي.

د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال زیاته کړې، چې په تېر ۱۴۰۴ کال کې کابل ښار کې ۱۳۸ کیلومتره سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

هغه دغه راز ویلي، کابل ښاروالۍ هڅه کوي، تر څو ځوانانو ته منسب کاري فرصتونه برابر کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version