
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مطبوعاتي دفتر وایي، د کابل خاکجبار ولسوال په «زاڼغوزي» سیمه کې د روسي ۴۰ میلې (BM-40) دستګاه کشف شوي پنځه راکټونه او پنځه سرګلولې دفاعي ځواکونو ته وسپارل شول.
د معلوماتو له مخې، یاد راکټونه او سرګلولې د خاکجبار ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو او د ماینپاکۍ تخنیکي ټیم له لوري له یوې پخوانۍ پټې زېرمې څخه ترلاسه شوي دي.
د یادونې ده، چې څه موده وړاندې هم په همدې ولسوالۍ کې د ۲۱ میلې (BM-21) دستګاه ۲۱ عدده راکټونه او سرګلولې ترلاسه شوې وې.

