‏د کابل امنیه قومندانۍ ویاند، خالد ځدران پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د ۱۱مې امنیتي حوزې له پولیسو سره د نښتې پر مهال یو وسلوال غل وژل شوی او یو بل ژوندی نیول شوی.

ښاغلي ځدران زیاته کړې، د تعقیب پر مهال غلو پر پولیسو مخامخ ډزې وکړې، چې د امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې یو غل ځای پر ځای ووژل شو.

د نوموړي په وینا، کشفي ارګانونه هڅه کوي تر څو د یادو غلو نور ملګري هم پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

د یادونې وړ ده، چې یادو غلو له یوه صراف څخه ۷۰،۰۰۰ افغانۍ لوټلې وې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version