شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د کابل امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدران وايي، د فرزې ولسوالۍ پوليس ځواکونو دوه تنه مسلکي جعل کاران نیولي، چې د مؤسسو په نوم یې د کابل له اوسېدونکو موټرونه په فریب اجاره کول او وروسته یې پلورل. سرچينې ويلي، د متضررینو د شکایتونو پر بنسټ، تر ۳۰ زیات موټرونه کشف شوي او مظنونینو پر خپل جرم اعتراف کړی.ياده دې وي، چې پرون ورځ خوست کې هم هغه مسلکي جعلکاران نیول شوي و، چې د مؤسسو مرستو کې د نوم ليکلو په بدل کې به یې له خلکو پیسې اخيستې.
د ملي د فاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي: د ردالظلم عملیاتو له پیل راهیسې تر ۳۵۰ زیات پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان شوي3 مارچ 2026
د ملي د فاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني رژیم ۱۳ پوستې تخریب، څلور عسکر یې هلاک او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې یې د افغان ځواکونو لاسته لوېدلي3 مارچ 2026