
د امارتی شرکتونو عمومي ریاست وایي، چې د دې شرکت اړوند د شمال ډبرو سکرو شرکت له لوري کابل کې په ارزانه بیه د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیل شوه.
د یاد شرکت په وینا، په لومړي پړاو کې به ۳۰ زره ټنه سکاره په ارزانه بیه خلکو ته وړاندې شي، او ښايي دا اندازه نوره هم زیاته شي.
د دغه ریاست مشر، احمدجان بلال ویلي، چې هر ټن سکاره به په ۶۸۰۰ افغانیو پلورل کېږي، په داسې حال کې چې د بازار بیه یې تر ۱۳-۱۴ زره افغانیو پورې ده.
نوموړي ویلي، هڅه کوي دغه بیه لا کمه کړي.
هغه زیاته کړې چې دا بهیر به د پکتیا، پکتیکا، غزني، میدان وردګ او پروان ولایتونو ته هم وغځېږي، او هلته به د سکرو بیه ۷۲۰۰ افغانۍ وي.
د امارتي شرکتونو لوی رئیس ډاډ ورکړی، چې د ډبرو سکرو د وېش لړۍ به شفافه وي او د څارنې لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شوې ده، چې له پیل څخه تر پایه پورې به د دې لړۍ څارنه کوي.
ددې بهیر د پیلېدو موخه د خلکو د ژمي اړتیاوې پوره کول ښودل شوي.
ورته مهال د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې د ژمي په راسېدو سره د خلکو لپاره د ډبرو سکرو د بیو ټيټول او په آسانۍ سره دغه مواد تر خلکو رسول لوی ګام دی، چې د خلکو د هوساینې لپاره اخیستل شوی.

