د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت خبر ورکړی، چې د دې معینیت ځانګړو ځواکونو د کابل ښار نهمې ناحیې په اړوندو سیمو کې یو تن له پنځه زره او ۵۶۵ عدده نشه‌یي ګولیو سره نیولی.

سرچینې زیاته کړې، چې نیول شوی کس به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د ویلو ده، چې پر هېواد د ا.ا له بیا ځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌یي توکو پر کرکیله، قاچاق او پېر پلور بندیز لګول شوی او تر ډېره یې مخنیوی شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version