نړيوالو رسنيو راپور ورکړی، چې د کاناډا بهرنیو چارو او عامه خوندیتوب وزارتونو د هیت تحریر شام غورځنګ د ترهګرو ډلو له نوملړه لیرې کړی ده.
د کاناډایي چارواکو په خبره دغه پرېکړه یې د بریټانیا او امریکا په ګډون د خپلو متحدینو له پرېکړو سره سمه کړې ده.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا اناند د بشارالاسد د حکومت تر پرځېدو وروسته سوریه کې رامنځته شوي بدلونونه ستایلي او ویلي یې دي، چې هېواد یې د یوه هوسا راتلونکي لپاره د سوریې د خلکو ملاتړ کوي.
ياده دې وي، چې د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې اوسنی حکومت په سيمه ييزه او نړيواله کچه د پراخو اړيکو او پرمختګونو په درشل کې دی.
