نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د کانګو په ختیځ ایتوري ولایت کې د ایبولا ویروس د خپرېدنې له امله ۸۰ تنه مړه شوي دي.
ویل شوي، تر دې دمه د یاد ویروس سلګونه مشکوکې پېښې ثبت شوي او ګڼ ناروغان روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان او افریقايي روغتیايي ادارو ویلي، دا ځل د ایبولا هغه ډول خپور شوی چې ورته ځانګړی واکسین نهشته او د مړینې کچه یې لوړه بلل کېږي.
روغتیايي ادارو خبرداری ورکړی، چې که جدي پاملرنه ونهشي، یاد ویروس به د نړۍ نورو سیمو ته هم په چټکۍ خپور شي.
