
د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې (کتائب القام) په غزه کې د وروستي صهیونیستي بندي «ران ګویلي» د جسد اړوند معلومات منځګړو ته سپارلي دي.
د کتائب القسام ویاند ویلي، چې صهیونیستي رژیم دا مهال د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ د یاد جسد د موندلو هڅې کوي.
نوموړی ټینګار کړی چې د اوربند د هوکړې له مخې یې ټول ژوندي او مړه صهیونیستي بندیان مقابل لوري ته سپارلي؛ خو صهیونیستي رژیم یاده هوکړه په ځلونو نقض کړې ده.

